پاکستان: د یاغیانو د له منځه وړلو اقدامات مو کړي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۹, پنجشنبهرویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د دوشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او د دغه هیواد له حکومت څخه یې د هغوی پر ضد د مبارزې غوښتنه وکړه.
افغانستان له ډیرې مودې راهیسې له پاکستان څخه غوښتي دي چې د حقاني شبکې پر ضد گامونه واخلي. دغه ډله په کابل کي وروستي برید کې تورنه ده.
نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان پر پاکستان باندې تور لگوي چې په خپله خاوره کې یې د افغان طالبانو مشرانو ته پناه ورکړې ده. خو اسلام آباد بیا دغه تور ردوي او وایې چې پر هغوی یوازې «محدود نفوذ» لري.
د افغانستان له اړخه د حقاني شبکې پر ضد گام اخيستلو د غوښتني په غبرگون کې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرتر چوهدري عزیز، وویل چې اسلام آباد لا تر مخه په دې اړه اقدامات کړي دي. داسې گومان کیږي چې د حقاني شبکې جنگیالي دې په وزیرستان کې وي.
چوهدري عزیز، په نوي دهلي کې له خپل هندي سیال سره تر ملاقات وروسته وویل: «پاکستان د هغو ډلو چې په وزیرستان یا نورو ځایونو کې فعالیت کوي پر ضد ټول اړین اقدامات کړي دي.»
پاکستان تر دې د مخه ویلي ول چې د حقاني شبکې پر ضد په شمالي وزیرستان کې د دوی د پوځ له خوا تر سره شوو پوځي عملیاتو وروسته د دغې ډلي جنگیالي اوس زیاتره په افغانستان کي دي او هلته فعالیت کوي.
په وروستیو میاشتو کې افغان حکومت له دې څخه ناهیلي شوي دي چې پاکستان د خپلي هغه ژمني څخه ډډه کړې چې په دغه هيواد کې مېشت طالبان د خبرو اترو میز ته راولي او یا د هغوی پر ضد پوځي اقدامات وکړي.