پاکستان: د سرحدي سیمو څخه ځواکونه راباسو
۱۳۹۰ تیر ۲۱, سهشنبهښايي دغه کار د امریکا متحده ایالاتو هغي پریکړي ته غبرګون وي چي له مخي یي پر پاکستان ۸۰۰ میلونه ډالر کلني پوځي مرستي پارچاویږي.
دغه خبره یوي پاکستاني ورځپاڼي د احمد مختار له خولي لیکي چي د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د مرستو تر پارچاو کیدو وروسته به پاکستان د افغانستان پولي ته څیرمه د ۱۱۰۰ پوستو څخه خپل سرتیري راوباسي. دغي ورځپاڼي د پاکستان د دفاع د وزیر له خولي لیکلي:
«د دولت یا پوځ بل قدم به دا وي چي د سرحدي سیمو څخه به خپل ځواکونه راوباسي.»
هغه زیاته کړي چي دولت دا وس نه لري چي په لیري پرتو غرنۍ سیمو کي خپل دومره سرتیري وساتي.
د بارک اوباما د اجرایي چارو مسؤل، ویلیم ډالي، تیره ورځ د دي خبري پخلي وکړ چي پر پاکستان یي د ۸۰۰ میلونو ډالرو پوځي مرستي سم د لاسه پارچاو کړي دي.
د مختار پر وینا د درول شویو مرستو څخه یواځي ۳۰۰ میلونو ډالره په لري پرتو سیمو کي د سرتیرو میاشتني معاشونه ول.
پلازمیني اسلام آباد ته څیرمه د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ اړیکي ډیري ترینګلي شوي.
اسلام آباد دغه برید یو طرفه او غیرقانوني بولي، خو واشنګټن بیا دي ته د شک په سترګه ګوري چی څنګه اسامه بن لادن تر پنځو کلونو پوري د یوي پوځي چاوڼی تر څنګ پټ ژوند کاوه.
په متحده ایالاتو کي ځیني فکرونه رامنځ ته شوي چي کیداي شي د اسامه په پټ ساتلو کي د پاکستان استخباراتي کړي لاس لرلي وي.
د دوشنبي په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیري، هیلري کلنټن، وویل چي د مرستو د بیا شروع کولو لپاره پاکستان ته په کار دي چي د ترهګري پر ضد نور سخت ګامونه اوچت کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیري ویلي چي امریکا به پاکستان ته خپل پوځي مرستي یوازي وروسته له هغي پیل کړي چي دغه هیواد د توروریزم په وړاندي سخت ګامونه پورته کړي.
تر دي یوه ورځ وړاندي د پاکستان د پوځ ویاند، اطهر عباس، ویلي وه چي د پاکستان پوځ د امریکا د مرستو پرته هم کولی شي د اورپکو پر ضد وجنګیږي.
اژانسونه / سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش