پاکستان: د سرتیرو د ژغورنې لړۍ لا ادامه لري
۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبهد شنبې په ورځ د دغو کسانو د لټون هڅې د ماښام له تیارې وروسته درول شوې وې. د ۱۲ ساعتونو د هڅو وروسته د پاکستان د پوځ ویاند اطهر عباس ویلي ول چې لا تر اوسه هم نه کوم څوک مړ موندل شوی او نه ژوندی.
د پوځ په وینا د شنبې په ورځ د ژغورنې په هڅو کې ۱۵۰ تنو سرتیرو برخه درلوده چې هغوی ته د څرخي الوتکو مرسته هم حاصله وه. خو د ۲۴ ساعتونو تیریدو وروسته د واورې لاندې شوو سرتیرو د ژوندي پاته کیدو هیلې مخ پر کمیدو دي. د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې په دې اړه څه ویل لا د وخته مخکې خبره ده.
د پوځ د وینا له مخې دغه پوځي کمپ د شنبې په ورځ د برف کوچونو لاندی شوی وو، چې پکښې د ۱۲۴ پاکستاني سرتیرو سربیره ۱۱ تنه ملکي کسان هم شامل دي.
سیاچین هغه وخت د یوې مهمې نقطې حیثیت خپل کړ چې په ۱۹۸۴م کال کې هندوستان د دغه سیمې ډیرې برخې تر خپلې ولکې لاندې کړې، په ځواب کې پاکستان هم په بیړنۍ توگه هلته خپل پوځونه ځای پر ځای کړل خوهلته د سرتیرو له پاره تر ټولو ستره ننگونه نا سازگاره هوا ده.
د سیاچین په دغه یخه سیمه کې حتې د سانتي گراد درجه تر منفي ۷۰ درجو هم اوړي. د پاکستان او هندوستان دولتونو په دغه سیمه کې خپل پوځونه ځای پر ځای کړي دي. د راپورونو له مخې په سیاچین کې د هند د میشتو سرتیرو ورځنی لگښت ۴۰ میلیونه هندي کلداري دئ چې شاوخوا ۸۰۰ زره ډالره کیږي.
د څیړونکو د وینا له مخې هندوستان په دغه سیمه کې د ۵۰۰۰ په شاوخوا کې سرتیري ځای پر ځای کړې دي، خو پاکستان بیا د دغه شمیر د نیمایي څخه هم کم پوځيان پر دندو گمارلي دي.
د روان کال د فبروري په میاشت کې د کشمیر په سیمه کې د هندوستان ۱۶ سرتیري هم د واورې د ښویدو له امله وژل شوي ول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم