1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړو په لیست کې نه راغلی

۱۳۹۶ اسفند ۲, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د سه شنبې په ماښام ناوخته ویلي دي چې د څار یوې نړیوالې ادارې د امریکا له لوري پاکستان د ترهګرۍ د مالي ملاتړو په لیست کې د شاملولو په ترڅ کې دغه هيواد ته درې میاشتې وخت ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2t4Hs
Pakistan Währung Wechsel Dollar Rupien Geldscheine
انځور: picture-alliance/dpa/A.Gulfam

امریکا متحدو ایالاتو او د هغه ځینو اروپایي متحدینو بریتانيا، آلمان او فرانسې هڅه کوله چې پاکستان د «فایننشل ایکشن ټاسک فورس» یا د مالي اقدام له پاره کاري ډلې په لیست کې شامل کړي. دغه اداره هغه داخلي حکومتي ارګان دی چې د پیسو سپينول څاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې په پاریس کې د غونډې په ترڅ کې د دغې کاري ډلې د غړو تر منځ د نظر د اختلاف له کبله د امريکا د دغې هڅې مخه ونیوله شوه.

د خواجه آصف په خبره اوس تر جون میاشتي پوري پاکستان ته مهلت ورکړل شوی او د یوه نوي رپوټ د چمتو کولو خبره شوې ده. خواجه آصف دغه درې میاشتنی مهلت د یوې دیپلوماتیکي بریا په توګه یاد کړی دی.

خو د دغه مهلت په هکله نه فایننشل ایکشن ټاسک فورس او نه هم د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت رسما څه ویلي دي.

په دغه لیست کې شاملیدو به پاکستان، د هغه اتباعو او همداشان شرکتونو ته د پیسو د انتقال چاري ګرانې کړی وای. ښایي دغسې یوه وضعیت د پاکستان اقتصاد ته لا ضربه رسولی وای چې له څو کلونو تاوتریخوالي او انرژۍ له کړکیچ څخه د راوتلو هڅه کوي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د امريکا د دې اقدام هدف دا وو چې پاکستان دې ته اړ کړي چې له افغان طالبانو سره د اړیکه لرونکو افراطيانو او د هند په ممبۍ کې د ۲۰۰۸م کال د بریدونو تر شا افراطيانو پر ضد سخت اقدامات وکړي.

پاکستان د حافظ سعید پر ضد د اقداماتو خبره کوي. ویل کیږي چې حافظ سعید د هغي ډلې بنسټ ګر دی چې په ممبي کې د ۱۶۶ کسانو په وژلو کې ګرمه ګڼل کیږي. په دغو وژل شوو کسانو کې شپږ امریکایي اتباع هم ول.

د نوموړي خبري آژانس په وینا سعید چې امريکا متحدو ایالاتو یې پر سر د لس میلیونو ډالرو انعام ایښی دی، په پاکستان کې په آزاد ډول اوسیږي، عامه غونډو ته ویناوې کوي او د خیریه بنسټونو یوه شبکه چلوي. خو حافظ سعید په بریدونو کې خپله ښکیلتیا ردوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې پاکستان د افغان طالبانو چې ادعا کیږي په پاکستان کې پټ دي او د حافظ سعید له لوري د چلیدونکو خیریه بنسټونو پر وړاندې د لا ډیرو اقداماتو ژمنه کړې ده. زیاته شوې ده چې دا هغه ژمنه وه چې پاکستان ته یې د درو میاشتو مهلت ور په برخه کړ.

امریکا متحد ایالات او پاکستان چې د تروریزم پر ضد جګړه کې مهم متحدین دی، وروسته له هغې اړیکې لا پسې خراب شوي دي چې دونالد ترمپ د سیمې له پاره نوي ستراتیژ اعلان کړه. هغه پر پاکستان باندي د یاغیانو د ملاتړ تور پورې کړ.

ډي پي اې

زموږ له آرشیف څخه: