پاکستان: د بن په کنفرانس کي زموږ نه گدون، قطعي دئ
۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبهد متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وويل، چي هيلري کلنټن پرون يو وار بيا ګيلاني ته د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کي د گډون بلنه ورکړه او د ناټو په بريد کي د ۲۴ پاکستاني سرتيرو د وژل کيدو په خاطر يې خپل «تسليت» او «خواشيني» څرګنده کړه.
«واشنګټن د خپلمنځي ګټو او يو بل ته د درناوي د اصل پر بنسټ د ګډو هدفونو په تعقيب کي يو له بل سره همکاريو ته ژمنه لري.»
د نومبر پر ۲۶ د پاکستان- افغانستان په ګډه پوله کي د ناټو په يوه هوايي بريد کي د ۲۴ پاکستاني سرتيرو د وژل کيدو تر پيښي وروسته اسلام آباد تصميم ونيوئ، چي په بن کي د افغانستان په نړيوال کنفرانس کي ګډون ونه کړي.
د پاکستان د صدراعظم ګيلاني له دفتر څخه په خپره شوې وينا پاڼه کي راغلي دي، چي ګيلاني د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري ته وويل، چي د پاکستان نه ګډون نور د بحث وړ موضوع نه ده، ځکه له دغه تصميم څخه د پاکستان د پارلمان د ملي امنيت کمېټې ملاتړ کړی دئ.
په وينا پاڼه کي د ګيلاني له خولي ويل شوي دي: « نوموړي کمېټې په بن کي د افغانستان په کنفرانس کي د کابينې د نه ګډون له تصميم څخه ملاتړ کړی دئ.»
ګيلاني يادونه وکړه چي په عين وخت کي پارلمان د امريکا متحده ايالاتو سره د پاکستان پر اړيکو باندي عمومي کتنه کوي.
«په دې سره به د ملي خپلواکتوب او همدا راز د اړيکو څرنګوالی روښانه کړای شي.»
تر اوسه پوري پاکستان له دې څخه ډډه کړې چي د نومبر د ۲۶ نېټې د پيښي په هکله د متحده ايالاتو سره په يوه پلټنه کي برخه واخلي.
نوموړي پيښي د اسلام آباد او واشنګتن تر منځ اړيکو کي د رامنځ ته شوي کړکېچ انديښنې نوري هم زياتي کړي.
د ناټو د هوايي حملې په وړاندي د سمدلاسه ځواب په توګه پاکستان د خپل هيواد له لاري افغانستان ته د پوځي اکمالاتو لاره بنده کړه او دغه راز له «شمسي» نومي هوايي اډې څخه د امريکايي پرسونل د وتلو امر ورکړ.
ويل کيږي چي د متحده ايالاتو استخباراتي اداره CIA له دغي اډې څخه د پاکستاني په قبايلي سيمو کي د طالب ياغيانو او د القاعدې د قوماندانانو پر ضد د بې پيلوټه الوتکو په واسطه د بريدونو په مقصد کار اخلي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل