1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان خپل خلک او نړيوال مايوسه کړل

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

د پاکستان د مشهور ژورنالست او د سياسي چارو کارپوه رحيم الله يوسفي په نظر د پاکستان حکومت او د هغه امنيتي ارګانونو لکه پوځ او استخباراتو نه يواځي نړيوالي ټولنی، بلکه د دي هيواد خلکو ته هم رښتيا نه دي ويلي

https://p.dw.com/p/118r7
د اشفق کیانی په شمول د پاکستان د پوځ مشران
د اشفق کیانی په شمول د پاکستان د پوځ مشرانانځور: Abdul Sabooh

د المان ږغ راډيو ډويچه وېله د سيمي د کارپوه او ژورنالست رحيم الله يوسفزي سره پدې هکله مرکه کړېده چي د پاکستان امنيتي ادارې تر کومه ځايه په پاکستان کي د اسامه بن لادن د موجوديت په هکله خبرې وې.

المان ږغ: د بن لادن د وژلو د پېښي وروسته افغانستان او هند پر پاکستان نيوکي کړي چي دوه گونې تگلاره پر مخ بيايي او چين بيا د تره گرۍ په وړاندي د پاکستان جگړه صادقانه بللې ده. تاسو پدې هکله څه نظر لرئ؟

يوسفزی: په رښتيا هم داسي وجوهات سته چي پر پاکستان شک وسي ولي چي پاکستان همېشه ويلی دي چي په پاکستان کي اسامه بن لادن نسته. خو دا چي اوس هغه په پاکستان کي پداسي يوه حالت کي وژل کيږي چي نه د پاکستان حکومت په خبريږي او نه هم د پاکستان امنيتي ادارې نو دا د پاکستان لپاره يوه بدنامي او ناکامي ده.

المان ږغ: ولسمشر اوباما او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري دواړه وايي چي د اوسامه بن لادن د ځای په معلومولو کي د پاکستاني او امريکايي ادارو د معلوماتو تبادله موجوده وه. تاسو واياست چي نه د پاکستان حکومت او نه يې هم امنيتي ادارې پری خبري وې. په کوم دليل؟

يوسفزی: مهمه خبره دا ده چي په بشپړه توگه د دغې موضوع ټوله معلومات لا ندي په ډاگه کړل سوي. آصف علي زرداري وايي چي هغه کس چي د اسامه د ارتباط سړی ؤ د هغه نخښه نښانه پاکستان و امریکا ته ورکړه تر څو امريکا د اسامه ځای معلوم کړای سی. زرداري وايي چي معلومات يې د امريکا سره شريک کړي ولی خو په عملياتو کي پاکستاني پوځيانو ونډه نده اخيستې. خو په ټولو جزيياتو لا موږ تر اوسه نه يو خبر.

المان ږغ: د پاکستان يو شمېر ولسي کسانو او په زیاته بيا د مذهبي ډلو سياستوالو ته دا اندېښنه ورپيدا سوېده چي دا سي نه چي د افغانستان جگړه و پاکستان ته را منتقله سي. ستاسو په آند دغه اندېښنه تر کومه ځايه پر ځای ده؟

يوسفزی: جگړه خو تر مخه لا پاکستان ته را منتقله سوې ده. په پاکستان کي په تيرو لسو کالو کي دېرش زره انسانان د تره گرۍ او د هغې پر ضد د جگړې قرباني سوي دي. آصف علي زرداري وايي چي پاکستان په تيرو لسو کالو کي پدغه جگړه کي 68 بليونه ډالره لگولي دي. خو د پاکستان د جوړېدو راهيسي امريکا په بشپړه توگه پاکستان ته 28 بليونه ډالره ورکړي دي. دا خبره ممکنه ده چي په پاکستان کي جگړه لاد توده سي او پاکستان ته لا زیات تاوان ورسيږي.

المان ږغ: دا چي امريکايي ځواکونه په پاکستان کي دننه په اېبټ آباد کي د اسامه بن لادن پر ضد عمليات کوي او هغه وژنې. پداسي حال کي چي نه د پاکستان حکومت او نه هم امنيتي ادارې مخکي له دې نه خبرې کړل سوي وې. ايا دغه کار ته پاکستاني وگړي د پاکستان د خودمختارۍ په وړاندي د تيري په سترگه نه گوري؟

يوسفزی: هو زيات خلک پر دغه کار نيوکي کوي چي پکښي د انصاف گوند مشر عمران خان او يو شمېر مذهبي گوندونه او ولسي کسان راځی. د پاکستان ولس د خپلو امنيتي ادارو او سياستوالو څخه ډېر ناخوښه دي.

مرکه کونکی: احمد ولی اڅکزی

کتونکی: عبدالباري حکیم