پاکستان: بې پیلوټه الوتکې ۱۵ شکمن یاغیان ووژل
۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبهدا برید په تیرو درو ورځو کې د خپل ډول دریم برید دﺉ چې په «هیسوخیل» کلې کې تر سره شوی دﺉ. له دې سره نو په تیرو درو ورځو کې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د وژل شوو شکمنو یاغیانو شمیر ۲۷ تنو ته ورسید.
تر دې پخوا بې پیلوټه الوتکو د شنبې او یکشنبې په ورځو کې هم پر شمالي وزیرستان باندې بریدونه تر سره کړي ول.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل له متحده ایالاتو څخه د دې بریدونو د بندولو غوښتنه کړې ده. اوس د پاکستان او امریکا اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې دي. د دواړو هیوادونو اړیکې تر هغه وروسته لا خرابې شوې چې تیر کال د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.
پاکستان وایي چې په دغه هیواد کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه، د امریکا ضد روحیه تقویه کوي. پاکستان همداراز وایي چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ډیر ملکي کسان هم وژل کیږي او له همدې کبله ئې څو ځلې د دغو بریدونو د بندیدو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالات وایي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د یاغیانو پر وړاندې په مبارزه کې یوه ډیره مؤثره لاره ده.
د بې پیلوټه الوتکو زیاتره بریدونه په شمالي وزیرستان کې تر سره کیږي. ویل کیږي چې په دې سیمه کې د حقانی ډله، افغان او پاکستاني طالبان او په القاعده پورې تړلې نورې ډلې میشتې دي. د حقاني پر ډله باندې تور دئ چې په کابل کې ئې د متحده ایالاتو پر وړاندې بریدونه کړي دي. څو ورځې مخکې متحده ایالاتو د دغې ډلې دوه غړي پخپل تور لیست کې شامل کړل.
که څه هم پر پاکستان باندې تور لگول کیږي چې د حقاني د ډلې په گډون د یو شمیر افراطي ډلو ملاتړ کوي خو دغه هیواد له دې خبرې څخه انکارکوي او وايي چې خپله د ترهگرۍ له کبله ډیر زیانمن شوی دئ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض