پاکستان: بې پیلوټه الوتکې نهه شکمن کسان ووژل
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبهد امریکا متحده ایالات وخت نا وخت په پاکستان کې د یاغیانو د په نښه کولو له پاره د بې پیلوټه الوتکو عملیات په لاره اچوي. پاکستان څو څو وارې له امریکا څخه غوښتي دي چې دغه عملیات ودروي خو امریکا د یاغیانو د په نښه کولو له پاره د بې پیلوټه الوتکو کارول د خپلې پوځي ستراتیژۍ يوه مهمه برخه بولي.
د شنبې د ورځې په برید کې یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې د شمالي وزیرستان په شاوان سیمه کې پر یوه کور باندې توغندی وتوغوه چې په پایله کې ئې نهه کسان ووژل شول.
شاوان د افغانستان او پاکستان پر پوله پرته ده چې ډیر وخت د افغان، پاکستاني او نورو هیوادونو د یاغیانو پټنځای بلل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې یوې پاکستاني پارلماني کمیټې د پاکستان پر خاورې باندې د بې پیلوټه الوتو د بریدونو د ختمیدو غوښتنه کړې ده.
امریکا تر اوسه پورې د پاکستان د پارلماني کمیټې د دې غوښتنې له منلو څخه ډډه کړې ده او ویلي ئې دي چې د بې پیلوټه الوتکو عملیات له نړیوالو قوانیونو سره برابر دي.
په وروستیو کې باراک اوباما د لومړي ځل له پاره دا خبره ومنله چې هیواد ئې په پاکستان او یو شمیر نورو هیوادونو کې د بې پیلوټه الوتکو عملیات تر سره کوي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی