«له کابل سره اړیکې تر بل هر وخت ښې دي»
۱۳۹۳ اسفند ۱, جمعهد پاکستان د کورنیو چارو وزیر ناصر علي خان، وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو له پاره، په خاصه توگه د تروریزم ضد مبارزه کې ښه امکانات برابر شوي دي.
علي خان په واشنگتن کې د سپینې ماڼۍ په ابتکار په هغه کنفرانس کې گډون وکړ چې هدف یی د ترهگرۍ او افراطیت پر ضد د مبارزی له پاره نوې لارې چارې لټول دي. د کنفرانس په څڼده کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیر جان کیري، سره له لیدنې کتنې وروسته وویل: «افغانستان او پاکستان یو له بل سره نژدې همکاري لري، په خاصه توگه د تروریزم ضد مبارزه کې به یو بل ته لاس ورکړي.»
خو پاکستاني وزیر اعتراف وکړ چې په تیرو وختونو کې د هغه د هیواد او د افغانستان اړیکې وخت په وخت له ستونزو او کړکیچونو سره مخامخ وې: «د افغانستان او پاکستان اړیکي هیڅکله دومره ښې نه وې لکه اوس او دا یو ډير مثبت تحول دی.»
له مثبت تحول څخه د ناصرعلي خان مقصد کابل ته د پاکستان د پوځ د لوړ پوړي چارواکي سفر وو چې ویل کیږي افغان حکومت ته یی ډاډ ورکړی چې وروسته له دې به د زور پالونکو پر ضد جگړه کې دواړه هیوادونه له یو بل سره له نژدی همکاري وکړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف، د سه شنبی په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل. د رپوټونو له مخې غنې او راحیل دواړو د خپلو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو څخه ستاینه کړې.
له دغې لیدنې کتنې څخه یوازې دوه ورځې وروسته د پاکستان د پوځ د یوه چارواکي له خولې د رویترز خبري آژانس رپوټ ورکړ چې پاکستان به د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو له پاره لاره اواره کړي. د دغه پاکستاني مقام چې هویت یې نه دی بربنډ شوی، له خولی ویل شوی دي: «افغان حکومت او طالبان به د راتلونکې میلادې میاشتې په سر کې د سولې خبرو اترو ته کښینې.»
خو تر اوسه پورې نه افغان حکومت او نه هم طالبانو په رسمی توگه د یو داسې لیدنې کتنې پخلی کړی دی. افغانستان وخت په وخت پاکستان تورن کړی چی له افغان طالبانو څخه ملاتړ کوي، خو اسلام آباد دا خبره رد کړې ده.
د اسلام آباد او واشنگټن اړیکې
په عین وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ناصر علی خان، په سپنه ماڼۍ کې د ترهگرې او افراطیت ضد کنفرانس په څنده کې وویل چې په دی موده کې د اسلام آباد او واشنگتن تر منځ اعتماد هم وخت په وخت له هسکو او ژورو سره مخامخ شوی دی.
د اسلام آباد او واشنگتن اړیکې هغه وخت ستونزمنې شوې چې په ۲۰۱۱ کال کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن د پاکستان د ایبټ آباد یوې پوځې اډې ته نژدې د متحده ایالاتو د خاصو کوماندو ځواکونو له خوا ووژل شو.
له بلې خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارنو وزیر جان کیري، د افغانستان او پاکستان له ورستیو هڅو چې غواړي یو له بل سره له نژدې همکاري ولري ستاینه وکړه.