پاکستاني پوځ دېرش مشکوک ترهگر په وزيرستان کې ووژل
۱۳۸۵ دی ۲۶, سهشنبهاعلان
درې له پنځو ودانيو څخه په بريد کې ويجاړ شوي دي. د پوځ وياند شوکت سلطان وويل: »موږ د ترهگرو او د هغوی د ملاتړو په هکله معلومات درلودل. هغوی په دغو ودانيو کې پټ وو.« د زمزولې د سيمې يوه اوسېدونکي ويل چې د امريکايي ځواکونو يوه کشافي الوتکه يې وليدله مخکې له دې چې څرخي الوتکې راشي او په دغه ځنگلي سيمه باندې بمبارد وکړي. د پاکستان پوځ وايي چې په دې پنډغالي کې ترهگر روزل کېدل او دا چې پاکستاني عسکرو ته په جگړه کې کوم زيان نه دی رسېدلی. وزيرستان د افغانستان له پکتيکا ولايت سره گډه پوله لري.