پاکستاني پوليسو ډير اعتراض کونکي بنديان کړيدي
۱۳۸۷ اسفند ۲۲, پنجشنبهپه څلورو ورځو کې به له جنوبي بندري ښار کراچي او بلوچستان څخه اسلام آباد ته رسيږي، او هلته به تر هغه پورې ناست وي، تر څو چې د پخواني قاضي القضات افتخار چودري تر اداره لاندې بېرته يو عدلي اصول منځ ته نه وي راغلي.
فرانسپرس ليکي سره له دې چې پرون چهارشنبه د مخالفو گوندونو 300 تنه کارمندان ونيول شول، نن پنجشنبه مارش کوونکو په سرويسونو او کوچنيو موټرونو او نورو ډول ډول وسيلو سره په يون پيل وکړ. د دې تر څنگ د کراچي د ښار ستره محکمه، چېري چې يو شمېر قاضيان او قانون پوهان راټولېدل، د پوليسو لخوا کلابنده شوه . له سترې محکمې څخه يوه پخواني قاضي منير مالک د رويتر خبريال ته وويل، زموږ سرويسونه له تگ څخه منع شوي او اوس موږ په پښو روان يو. ده زياته کړه که حکومت موږ بندي کوي او که نه، د دوی خپله خوښه ده، خو موږ لومړي گامونه پورته کوو. دا هم ويل شوي چې د بلوچستان د ايالت په مرکز د کوټې ښار کې هم قاضيان راټول شوي وه .
افتخار چودري پخپله په 2007 ميلادي کال کې د اولسمشر او پوځي قوماندان جنرال پرويز مشرف لخوا ليرې کړل شو. نوي اولسمشر آصف علي زرداري هم د چودري بيرته ټاکنه او مقررونه ردکړېده، او هغه هم له دې ډاره، چې ښايي چودري، زرداري او د هغه مېرمنې بې نظير بوتو ته د پرويز مشرف لخوا ورکړل شوي مصئونيت بېرته له منځه يوسي .
پخواني د پاکستان دوه واري لومړي وزير نواز شريف، څوک چې د زرداري اصلي رقيب او مخالف سياستمدار دئ، د قاضيانو ملاتړ رااخيستی او په دې ډول سره يې د زرداري غاړې ته وراچولی دی . پخپله نواز شريف او ورور يې څو مده وړاندې د يوې محکمې لخوادخپلو دندو څخه محروم شول .
د پاکستان حکومت دا گواښ کړی، که چېرته د مارش په بهير کې لانجې راپورته سي، نو مسئوليت به يې د نوازشريف پر غاړه وي . او که حالات سخت خراب سي، نو هم هغه به وي، چې پوځ به لاس په کار کيږي .
د امريکې له سفارت څخه ويل شوي، چې هغه هېواد له دواړو اړخونو څخه د زغم او نرمښت غوښتنه کړېده.
له کراچۍ څخه د رارسېدلي فرانسپرس آژانس په يوه تازه رپوټ کې راغلي دي، پاکستاني پوليسو يو شمېرمظاهره کوونکي، په داسې حال کې په برقي ډنډو وهلو سره د جېل موټرونو ته اچولي، چې پر حکومت باندې يې د کړکيچ راوستلو تورونه پورې کول . د دې رپوټ له مخې، قاضيانو په تورو جامو کې د گوندي غړو سره يو ځاي د کراچي او لاهور په ښارونو کې په مارش پيل کړي دئ او همدا غوښتنې کوي، چې آصف علي زرداري بايد، په 2007 ميلادي کال کې د مشرف لخوا برطرف شوي 60 تنه پخواني قاضيان بېرته په کار وگماري .
د مظاهرو ناظمان هيله لري چې په زرگونو کسان به له دوی سره، له کراچي څخه د اسلام آباد په لور، دې څلور ورځني او 1500 کيلومتري مارش کې ملگري شي . اټکل کيږي چې د دوشنبې په ورځ به اسلام آباد ته رسيږي .
حکومت په پنجاب او سند کې ټولې مظاهرې منع کړېدي . په کراچي کې مظاهره کوونکو همدا نارې وهلې، چې زرداري ځه . ويل شوي چې تر اوسه پوري، د جمعيت اسلامي دگوند د مرستيال مشر غفور احمد او 18 تنو سيمه ايزو قاضيانو په گډون، په کراچۍ کې ټول 90 تنه نيول شوي، چې 35تنه ورځني د جېلونو په موټرونو کې بيول شويدي .
د پنجاب د ايالت په مرکز لاهور ښار کې هم قريب 2000 تنه قاضيان، سياسي کارمندان او ملکي کسان راټول شوي وه، تر څو په مارش کې برخه واخلي.
رويتر، فرانسپرس/ عارف وردګ
کتونکی. محمد قاسم