1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان:طالبان بايد د خبرو تر مخه خپلي وسلې پر ځمکه کښېږدي

۱۳۹۰ مهر ۲۶, سه‌شنبه

د پاکستان د کورنيو چارو وزير، رحمان ملک، ويلي، چي هيواد به يې يوازي په هغه صورت کي د طالبانو سره خبري اتري وکړي، چي هغوی خپلي وسلي پر ځمکه کښېږدي. تر دې مخکي پاکستاني طالبانو پر خبرو د غورکولو خبره کړې وه.

https://p.dw.com/p/12uDR
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملکانځور: Abdul Sabooh

هغه زياته کړه چي، د طالبانو سره د سولي له پاره لومړنی شرط د وسلو پر ځمکه ايښودل دي:

« تر ټولو لومړنی شرط دادی، چي هغوی خپلي وسلې پرځمکه کښېږدي او خبرو اترو ته را مخ ته سي. خو که هغوی په دې فکر وي، چي وسلې يې په لاس کي او موږ سره به خبري وکړي نو دا کار شونی نه دی.»

په دې وروستيو کي دواړو خواوو په پاکستان کي د سولي خبرو ته ليوالتيا ښودلې ده. د تحريکي طالبان ډلي په پاکستان کي د ۲۰۰۷ميلادي کال راپه دېخوا ډير پياوړي بريدونه کړي.

دغو بريدونو د پاکستان پوځ په وار وار دې ته هڅولي چي د افغانستان او پاکستان تر منځ سرحدي سیمه کي عمليات تر سره کړي. خو د پاکستاني طالبانو په عملياتو کي لږ والی نه دی راغلئ.

د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي سيمي نه يوازي د پاکستاني طالبانو له پاره ډاډمني سيمي بلل کيږي، بلکي هلته افغاني طالبان، په القاعدې پوري تړلي ترهګر او نوري ډلي هم هلته پتنځايونه لري.

دغي سيمي ته د امريکا متحده ايالاتو لخوا د نړۍ د تر ټولو خطرناکي سيمي نوم ورکړل سوی دی.

تير کال امريکا د پاکستاني طالبانو ډله د بهرنيو تروريستي ډلو په ليست کي شامله کړه. دغه راز امريکا د تحريکي طالباني پاکستاني ډلي د دوو مشرانو په اړه د معلومات ورکولو پر سر د پنځو مليونو ډالرو انعام هم وټا که.

دا لومړی وار نه دی، چي د پاکستان پوځ د تحريک طالبان د ډلي سره د سولي خبري اتر کوي. بلکي څو واري دغه ډول خبري سوي او په نتيجه کښي يې نه يوازي دا چي سوله نه ده راغلي، بلکي د طالبانو فعاليتونو نور هم ډير سوي.

پاکستاني طالبان نه يوازي په پاکستان کي د بريدونو په ترسره کولو تورن دي، بلکي پر دې ډلي تور دی، چي تير کال يې د متحده ايالاتو په «ټايمزسکوير» کي د يوه بريد پلان جوړ کړی وو.

د تحريکي طالبان ډله په ۲۰۰۷ميلادي کال کي د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحدي سيمو کي رامنځ ته سوه.

دغي ډلي په لومړيو کي يوازي پر پاکستاني ځواکونو او سياستوالو بريدونه ترسره کول، خو دغه ډله تير کال هغه وخت په ترهگرۍ کي نړيوال شهرت ته ورسېده، چي د نيويارک په «ټايمز سکوير» او په پاکستان کي د امريکا پر سفارت د بريدونو پړه پرغاړه واخيسته.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل