پاریس: د پیسو نړیوال صندوق په دفتر کې چاودنه
۱۳۹۵ اسفند ۲۶, پنجشنبهاعلان
پولیسو ویلي دي چې د چاودیدونکو موادو لرونکی لیک په پاریس کې د پیسو د نړیوال صندوق په دفتر کې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۱۶مه نېټه) چاودیدلی دی. د پیښې له کبله یو کس په سطحي توګه ټپی شوی دی.
د پولیسو یوه چارواکي د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې د پیښې له کبله نور زیانونه نه دي رامنځ ته شوي.
د فرانسې خبري آژانس بیا ویلي دي چې د پیسو د نړیوال صندوق د دغې کارکوونکې لاسونه او مخ ټپي شوي دي. دې آژانس د پولیسو په حواله ویلي دي چې د پیسو د نړیوال صندوق له دفتر څخه یو شمیر کسان ایستل شوي هم دي.
لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه لیک چا دې سازمان ته استولی دی. د پیسو د نړیوال سازمان مرکزي دفتر په واشنګټن کې دی.