1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پارلماني ټاکنې تر يکشنبې پورې وغځول شوې

۱۳۹۷ مهر ۲۸, شنبه

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړی دی چي په ځينو سيمو کې د تخنيکي او اداري ستونزو له کبله به پارلماني ټاکنې هلته تر يکشنبې ورځې پورې وغځول شي.

https://p.dw.com/p/36s5T
Afghanistan Parlamentswahl | Stimmabgabe in Masar-e Scharif
انځور: Getty Images/AFP/F. Usyan

د چارواکو په حواله د راټوکېدلو ستونزو له کبله رای ورکوونکي نه شي کولای چې خپله رايه د نن ورځې په ترڅ کې لا وکاروي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالبديع صياد، وويل چې ټاکنې به په هغو ځايونو کې تر سبا پورې وغځول شي چې د انتخاباتو چارواکي يا ټاکنيز مواد په سم وخت کې نه دي ور رسېدلي.

د بايومټريک آلاتو له لاري د رای ورکوونکو د ثبتولو پر سر ګډوډي، او د ځينو ټاکنيز مرکزونه پر وخت نه پرانيستل او د ټاکنيزو توکو کمښت ډېر رای ورکوونکي قهرولي دي.