ټولپوښتني د کولمبیا د سولې تړون رد کړ
۱۳۹۵ مهر ۱۲, دوشنبهد رایو لومړنۍ پایلې ښيي چې کولمبيانو د حکومت او د کولمبیا د انقلابي وسله والو یاغیانو یا فارک تر منځ د سولې ټړون رد کړی دی.
د رای اچونې ۹۹ سلنه مرکزونو ویلي دي چې ۵۰،۲۴ سلنه رای ورکوونکو د دغه تړون پر ضد رایه ورکړې ده. ۴۹،۷۵ سنله رای ورکوونکو بیا د دغه تړون په حق کې خپلې رایې کارولې دي. د مثبتو او منفې رایو تر منځ توپیر یوازې ۵۹۰۰۰ وو. په دغه رای اچوونه کې ۱۳ میلیونه کسانو ګډون کړی وو.
د یکشنبې ورځې تر رای اچوونې مخکې تر سره شویو نظر پوښتنو ښوولې وه چې دغه تړون به د رای ورکوونکو له خوا تائيد شي. په ټولپوښتنه کې حکومت له رای ورکوونکو څخه یوازې یوه ساده پوښتنه کړې وه چې ایا هغوی د سولې دغه تړون تائيدوي او که نه. د ټول پوښتنې ګډونوالو د دغې پوښتنې ځواب یوازې د «هو یا نه» په واسطه ځواب کړې ده.
په ټولپوښتنه کې د ګډون کچه تر هغه کښته ده چې فکر یې کیده. په ځانګړې توګه د ګډوانوالو کچه د کریبین په ساحل کې ډیره کښته وه، ځکه په دې سیمه کې سخت بارانونه شوي. د دې سیمې ډېر اوسیدونکي د تړون پلویان ول.
اوربند اوس هم نافذ دی
د کولمبیا ولسمشر سنتوس، د یکشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې د ټولپوښتنې پایله ومنله. هغه وویل چې د دوشنبې په ورځ به له ټولو سیاسي اړخونو سره وویني چې د سولې بهیر د پرمخ ولړلو له پاره یوه حل لاره ومومي. هغه وویل: «زه به دا کار پرې نه ږدم. زه به د خپلې کارې دورې تر وروستۍ شیبې پورې سولې ته د رسیدو له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړم.»
تر دې مخکې د سنتوس حکومت ویلي ول چې که د ټول پوښتنې پایله منف وي، نو حکومت کوم دویم پلان نه لري. دغه تړون تر څلورو کلونو خبرو اترو وروسته رامنځ ته شوی وو. اوس نو د ټول پوښتنې پایلې الازامي دي. سانتوس ویلي دي چې د حکومت او یاغیانو تر منځ اوربند به نافذ پاته شي. دواړو اړخونو ویلي دي چې نه غواړي یو ځل بیا په جګړه کې ښکیل شي.
د فارک د ډلې مشر تیموکینتو، ویلي دي چې ډله به یې اوس هم سولي ته د رسیدو له پاره کار وکړي. هغه ویلي دي چې فارک به د ټولپوښتنې پر پایلو سربیره هم سولې ته د رسیدو هڅې جارې وساتي.
نور مطالب