يو تن شعيه مذهبه سړی په پاکستان کې په ډزو وژل شوی او يو تن ژوبل دی
۱۳۸۵ اسفند ۱۸, جمعهاعلان
د پوليسو په وينا قاتلين په موټر سايکل باندې سپاره وو چې ډزې يې پيل کړې. دغه پېښه په ډېره اسماعيل خان نومي ښارگوټي کې رامنځ ته شوې ده. يو بل تن په دغه بريد کې ټپي شوی هم دی. شعيه گان په پاکتسان کې د اټکل له مخې 15 په سلو کې برخه شکيلوي. اوسمهال د عاشورا لمانځنې تر سره کېږي چې تر شنبې پورې دوام کوي. د وژنې د تر سره کونکو په ډله کې يو مشکوک کس هم راځي چې ويل کېږي درې کاله وړاندې يې په کويټه کې په شعيه گانو باندې د يو بريد په ترڅ کې 44 تنه وژلي وو.