يوې چينايي کښتۍ زيگنال کشف کړی دی
۱۳۹۳ فروردین ۱۶, شنبهد چین دولتي خبري آژانس «شین هوا» د شنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د اپریل میاشتي ۵) خبر ورکړی دی دغه زیگنال د چین د هایکسون 01، نومې بیړۍ کشف کړی دی، کومه چې د ورکي شوي مالیزیایي الوتکې پسې د پلټنو په عملیاتو کې برخه لري. دغه عملیات د هند د سمندر په سویلي برخه کې ادامه لري.
د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه زیگنال د سویلي عرض البلد په ۲۵ درجو او د ختیځ طوالبلد په ۱۰۱ درجو کې کشف شوی دی چې فریکونسي یې ۳۷،۵ کیلوهیرتڅه ده.
د چین دولتي تلویزون ویلي دي چې دا خبره لا تر اوسه نامعلومه نه ده چې دغه زیگنال به د مالیزیا د تري تم شوي الوتکې د «بلېک بوکس» وي او که نه. دغه الوتکه د مارچ میاشتې له اتمې نیټې راهیسې چې پکښې ۲۳۹ تنه سپاره ول، ورکه ده. ورکه شوې الوتکه د مالیزیا له پلازمېني کوالالمپور څخه د پېکینگ پر لور الوتې وه.
د آسترالیا حکومت چې د الوتکې د پلټني د عملیاتو همغږي کوي، لا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د مالیزیايي چارواکي د سټلایټونو له خوا د ورکړل شوو ارزونو پر مټ په دې باور دي، چې دغه الوتکه د خپل اصل خط سير تر بدلولو وروسته د آسترالیا تر لویدیځ ساحل ډیر وړاندې د هند په سمندر کې نسکوره شوې ده.