1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغان پوليس خپل يوولس ملگري وژلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۲, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15oNH

د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کي يوه افغان پوليس د شنبې په ورځ خپل يوولس تنه پوليس ملگري په ډزو وژلي دي. د دغه ولايت والي عبدالکريم براهوي پيښه تائيد کړې ده. د نيمروز د ولايتي شورا غړي شکيلا حکيمي اسوشيېتد پرېس خبري آژانس ته ويلي دي، چي دغه پوليس له طالبانو سره اړيکي درلودې. ويل سوي دي چي بريد کوونکی پوليس هم په دغه پېښه کي وژل سوی دئ. دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستيو وختونو کي د افغان امنيتي کسانو له خوا پر بهرني عسکرو هم د بريدونو پېښي زياتي سوي دي. تېره اوونۍ د افغانستان په جنوب کښي ۶ تنه بهرني عسکر ووژل سول. د روان عيسوي کال د پېل راهيسي په دا ډول پيښو کي ۳۴ تنه بهرني عسکر وژل سوي دي.