يوه افغان عسکر دوه تنه امريکايي سرتېري ووژل
۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۷, دوشنبهپه کابل کې د څرخي پله زندان مخې ته دوه تنه امريکايي عسکر د يو افغان سرتېري له خوا ووژل او دوه تنه نور امريکايان په ډزو کې ټپيان شول. د افغانستان د پوځ وياند جنرال عظيمي د اي اف پي خبري اژانس په وړاندې د طالبانو هغه ادعاوې رد کړې چې گواکې نوموړی عسکر د طالبانو د ډلې غړی و او د طالبانو دغه راز ادعا يې درواغ وبلله.
جنرال عظيمي وويل چې نوموړی عسکر دوه ځله د ورپېښې روحي ناروغۍ په وجه بستر شوی و. نوموړي دا هم وويل چې پلټنې پيل شوي دي او د عسکرو له کورنيو سره يې غمشريکي وښودله. دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ختيځ کې يو تن زلمی د توغندويو په بريد کې ووژل شو. پنځه تنه نور د يوه ماشوم په گډون ژوبل شوي دي.