1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسېف: په ميليونو کوچنيان لا کړيږي

(rtr, kna, epd, dpa/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۲, سه‌شنبه

د یونیسیف له نظره، نړیواله ټولنه د ماشومانو د بې وزلۍ له پاره ډیر څه نه کوي. خو پر دې خبره يې ټینگار کړی دی چې د خوار ځواکۍ پر ضد مبارزه کې لاس ته راوړني هم شته.

https://p.dw.com/p/1FlwL
انځور: UNICEF
په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونیسیف) له لوري وړاندي شوې څېړنه ښيي چې اوس هم هر کال شپږ میلیونه هغه ماشومان مري چې پنځه کلنۍ ته لا نه وي رسېدلي.
د اټکلونو له مخې ۱۲۱ میلیونه تنکي ځوانان ښوونځيو ته نه ځي او ۲۸۹ زره ښځي د اولاد زېږولو پر مهال مري.
ځیني امیدوارۍ هم شته
د زریزي هدفونو ته په کتو سره چې د کال تر پایه پوري یې ځای باید باثباته پراختیايي هدفونه ونیسي، په دغه رپوټ کې د ماشومانو په برخه کې د پرمختگ او همداشان د ځینو لاس ته راوړنو یادونه شوې ده.
رپوټ زیاتوي چې په ماشومانو کې د کم وزنۍ او خوار ځواکۍ په برخه کې په څرگند ډول کمښت راغلی دی. په رپوټ دغه راز راغلي دي چې ۲،۶ میلیارده انسانانو په اول وار د اوبو رسولو یوه ښه سیستم ته لاس رسی موندلی دی.
د یونیسیف اجرائیه مشر انتوني لاک، په خپلو څرگندونو کې ویلي دي: «د زریزي هدفونو د ماشومانو د پرمختگ له پاره فوق العاده پرمختگونه ممکن کړي دي. خو دا خبره یې هم روښانه کړې ده، چې موږ څومره کوچنيان تر شا پرېيښي دي.»
د ښوونې او روزنې په برخه کې اوس هم ستونزي شته
د یونیسیف اجرائیه مشر په خپلو څرگندونو کې ویلي دي که چیري د نجونو او هلکانو له پاره څه و نه شي، نو تر۲۰۳۰م کاله پوري به ۶۸ ميليونه کوچنيان چي پنځه کلنۍ ته به لا نه وي رسېدلي و مري او ۱۱۹ میلیونه ماشومان به د مرموزي خوار ځواکۍ او د هغې د عواقبو له کبله اغیزمن شي.
لاک ويلي دي: «دا به ۱۰۰ کاله دوام وکړي، څو په سویلي افریقا کې د بې وزلو کورنیو نجوني هم لومړنيو ښوونځيو ته ولاړي شي.»
یونیسیف پر نړیوالي ټولني غږ کړی دی چې د روغتیا، تعلیم او کوچنيانو د خونديتوب په سیستم کې پانگونه ډیره کړي او د نړۍ په تر ټولو بې وزلو سیمو کې له ماشومانو سره هدفي مرستي وکړي.
د یونیسیف بیلانس د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د ملگرو ملتونو د نړیوالي پراختیایي اجندا تر تصویبدو دمخه حکومتونو ته متوجه دی.