يونس قانوني د کرزي د مرستيال په توگه نومول سوی
۱۳۹۲ اسفند ۲۷, سهشنبهکه چیري پارلمان د یونس قانوني نومول تائید کړي، نو دی به د مارشال محمد قسیم فهیم ځای ناستي شي. قسیم فهیم د مارچ میاشتې پر نهمه نیټه ومړ.
د حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د ټویټر پر ټولنیزه پاڼه په خپل پیغام کې لیکلي دي: «د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د سیاسي او جهادي مشرانو په غونډه کې یونس قانوني د خپل لومړي مرستیال په توگه نومول تائید کړل.»
په پام کې ده چې یونس قانوني به د اساسي قانون له مخې له پارلمان څخه د تائید رایې اخیستلو له پاره معرفي شي، خو د دې له پاره لا تر اوسه کومه نېټه اعلان شوې نه ده.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یونس قانوني د جمیعت اسلامي گوند مخکښ غړی شمیر کیږي او پخواني لومړي مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم او د پخوانۍ شمالي ټلوالي مشر احمد شاه مسعود ته نزدې کس بلل کیږي.
قانوني له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۱۰م کاله پورې د ولسي جرگې مشر وو. همداشان قانوني د ولسمشر کرزي په کابینه کې د کورنیو چارو او پوهني وزیر هم تير شوی دی.
د دوشنبې په ورځ جمیعت اسلامي، یونس قانوني د قسیم فهیم د ځای ناستې په توگه نومولی وو. قسیم فهیم د افغان ولسمشر حامد کرزي له نزدې متحدینو څخه شمیر کېدی.