يونان پر جعلي پاسپورتونو ايتاليا ته تلونکي مهاجر نيولي دي
۱۳۹۶ شهریور ۱۸, شنبهيوناني چارواکي وايي، په يوه سمندري کشتۍ کې يو ۲۱ تنه سپاره مهاجر يې نيولي چې غوښتل پر جعلي پاسپورتونو ايتاليا ته ولاړ شي. دغه تازه پیښه د يونان په لويديځ کې د ايګومنيستا اورپاتراس په نوم بندر کې رامنځ ته شوې ده.
د امنيتي مسئولانو په حواله، دغه کسان يې د سمندري کشتۍ کې د مسافرو د اسنادونو د څيړنې پر مهال پيژندلي او نيولي دي.
د يونان سرحدي ساتونکي وايي چې په اوسني موسم کې د مسافرو او سيلانيانو د زيات رش له وجې دوی نشي کولای چې په سمندري کشتيو کې د سپرو ټولو مسافرو د اسنادونو ليدنه وکړي. دوی وايي چې يوازې د مشکوکو شيانو او افرادو د ليدلو پر وخت تلاشۍ کوي. امنيتي مؤظفين وايي، له دې وجې دا هم روښانه نده چې تر دې مخکې به په دا ډول جعلي اسنادو څومره مهاجرو خپل ځانونه لويديځې اروپا ته رسولي وي.
د دوبي په ګرم موسم کې د اروپا د مختلفو هيوادونو اوسيدونکي او سیلانيان د يونان جزيرو ته ورځي. اوس د ګڼې ګوڼې په دغه موسم کې د هغو افرادو په شمير کې هم زياتوالی رامنځ ته شوی دی چې هڅې کوي د مسافرو په منځ کې د جعلي اسنادو په مرسته ځان اروپا ته ورسوي.
د يونان سرحدي ساتونکو د جمعې په ورځ د دغو ۲۱ تنو له نيولو علاوه، په تيرو لسو ورځو کې هم اتلس تنه د جعلي پاسپورتونو سره نيولي ول. دغو افرادو هم غوښتل چې اروپا ته ځانونه ورسوي.
د يونان پوليس وايي چې په دې برخه کې د مهاجرو د شمير د زياتيدو يو دليل دا دی چې انساني قاچاقبرانو په يونان کې د جعلي پاسپورتونو بیې ښکته کړي دي. د يونان رسمي رسنيو په حواله د يو جعلي پاسپورت قيمت له ۹۰۰ يورو تر ۱۵۰۰ يورو پورې دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.08.2015):