وینزویلا: د زندان نښتو په لسهاو تنه وژلي دي
۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه
د وینزویلا په لارا ایالت کې د یوه روغتون مشر روی میدینا، د جمعې په ورځ وویل چې د هغه روغتون ته له «یوریبانا» زندان څخه ټپي او وژل شوي بندیان راوړل شوي دي. هغه اټکل وکړ چې د دې زندان په نښته کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپیان دي.
ښاغلي میدینا زیاته کړه چې ډیر شمیر ټپي شوي کسان په مرمیو ویشتل شوي ول. هغه وویل چې ده د وژل شویو کسانو شمیر یوازې د هغو مړیو د شمارلو له مخې ټاکلی دی چې د ده روغتون ته راوړل شوي دي.
د یوریبانا په زندان کې هغه وخت تاوتریخوالی رامنځ ته شو چې ساتونکو په زندان کې د وسلو د مندلو په موخه پلټنې پیل کړې. دغه زندان د وییزویلا په شمال کې پروت دی چې په کې د جمعې ورځې په سهار حالات کړکیچن شول.
په تلویزیون کې دغه زندان په داسې حال کې ښوول شوی دی چې د پوځیانو په محاصره کې دی او ورڅخه بندیان چې په وینو ککړ کالي پر تن لري راایستل کیږي. لومړني رپوټونه ښيي چې شخړه هغه وخت پیل شوه چې بندیانو د پلټنې مخه ونیوله.
د وینزویلا د زندانونو وزیر ایرس واریلا، د دې هیواد دولتي تلویزیون ته وویل: «په زندان کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو له کبله، دا ضروري خبره وه چې باید دغه زندان په بشپړه توګه بې وسلې شوی وای.»
دغه چارواکي زیاته کړه چي د زندان د بې وسلې کولو عملیات له دې کبله په لاره اچول شوي ول چې په زندان کې موجودو ډلو غوښتل چې پر دغه ځای باندې پوره کنترول ولري او له دې کبله یې له یو بل سره نښتې کولې.
د وینزویلا د ولسمشر مرسیتال نیکولاس مادورو، د شنبې په ورځ وختي وویل چې د دغه زندان د پېښې په اړه څیړنې په لاره اچول شوې دي. هغه په «یوریبانا» زندان کې رامنځ ته شوی تاوتریخوالی «خواشینوونکی» وباله.
دا په داسې حال کې ده چې د وینزویلا د حکومت مخالفینو د دې هیواد پر چارواکو باندې تور لګولی دی چې د دې زندان په کنترولو کې پاتې راغلي دي.