ویسترویله بیروت ته رسیدلی دئ
۱۳۹۱ خرداد ۱۹, جمعهاعلان
د المان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو ویستر ویله د لبنان هیواد ته د سوریې د کړکیچ د لمن د پراخیدو خبرداری ورکړ. ویستر ویله په بیروت کی وویل: « دا خطر چې دغه کړکیچ ګاوندي دولتونو ته خپور شی، ډیر زیات دئ.» په تیرو څو ورځو کې په لبنان کې د سوریې د رژیم د پلویانو او مخالفینو تر منځ په نښتو کې یو ګڼ شمیر کسان ووژل شول.
ویستر ویله په لبنان کې د دغه هیواد له مشرانو سره ولیدل او وې ویل چې آلمان د یو ثبات لرونکي لبنان سره لیوالتیا لري.