1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويستر ويله: ۲۰۱۱ کال افغانستان ته ډير مهم وو

۱۳۹۰ آذر ۲۴, پنجشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو ويستر ويله، د هغه هيواد پارلمان ته په وينا کي ويلي، چي په۲۰۱۱ کال کي په افغانستان کي ډير مهم بدلونونه را منځ ته سوي.

https://p.dw.com/p/13Tgz
افغان ولسمشر حامد کرزی او د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله
افغان ولسمشر حامد کرزی او د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويلهانځور: dapd

اوس چي په افغانستان کي د آلمان د پوځي مداخلي څخه لس کاله تيريږي، د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير وايي چي آلمان په افغانستان کي ډير مهم رول لوبولی دئ.

هغه په خاصه توګه په ۲۰۱۱ کال کي د آلمان رول ته اشاره وکړه. د هغه په خبره په افغانستان کي وضعيت د هري ورځي په تيريدو سره د ښه کيدو پر خوا روان دئ.

د ويستر ويله په خبره په افغانستان کي د آلمان شتون اوس هم ډير اهميت لري.

په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د ماموريت موده په ۲۰۱۲ کال کي پای ته رسيږي. اوس د دغه هيواد پارلمان پر دې خبري کوي، چي په افغانستان کي د پوځيانو د ماموريت موده اوږده کړي.

په روان وخت کي ۵۳۵۰ تنه آلماني عسکر په افغانستان کي مېشت. په پام کي ده چي دغه شمېره به د ۲۰۱۲ کال په لومړۍ مياشت کي ۴۹۰۰ ته راټيټه سي.

آلمان په افغانستان کي نه يوازي په پوځي برخو کي مرسته کوي، بلکي دغه هيواد د افغانستان په بيا رغاونه او سياسي بهير کي هم ډيره ونډه لري.

په روانه مياشت کي آلمان د افغانستان په اړه د يو نړيوال کنفرانس کوربه وو، چي نړيوالي ټولني پکښي پريکړه وکړه، چي له افغانستان سره به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د لسو نورو کلونو له پاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ويسترويله ويلي چي نړيواله ټولنه به افغانستان د ۲۰۱۴ کال ورسته يوازي پرې نږدي او اجازه به ور نه کړي چي دغه هيواد يو وار بيا تروريستان ځای پيدا کړي.

د آلمان پارلمان هر کال په افغانستان کي د خپلو پوځيانو ماموريت غځوي. په افغانستان کي د آلمان د عملياتو په اړه هر کال د ډسمبر په مياشت کي تصميم نيول کيږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل