ويسترويله له متحده عربي اماراتو څخه لیدنه وکړه
۱۳۹۱ خرداد ۱۷, چهارشنبهاعلان
د المان د بهرنیو چارو وزير ګيدو ويسترویله، له دې څخه خبرداری ورکړی دﺉ، چي د سوريې شخړه به په ټولې سيمه کښي ناآرامۍ او کشمکشونه رامنځ ته کړي.
ويسترویله له متحده عربي اماراتو څخه د ليدنې پر وخت وويل چي د دغې شخړې د حلولو په لار کښي د المان يو هدف دا دﺉ چي د سوريې تشدد نورو هيوادو ته و نه غځیږي.