1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويجاړ سوی ښار: په بيروت کي اضطراري حالت

۱۳۹۹ مرداد ۱۶, پنجشنبه

په بيروت کي تر سختو چاودنو وروسته اوس پوځ ددغي پيښې په عاملينو پسي ګرځي. ولسمشر ميشل عون له نړيوالو څخه د لبنان له پاره د مرستو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3gVUu
Libanon Explosion im Hafen von Beirut
انځور: Getty Images/AFP

د لبنان حکومت په بيروت کي دوې اوونۍ اضطراري حالت اعلان کړی دی. د مخابراتو وزير مانال عبدالصمد اعلان وکړ چي د ښار د امنيت مسئوليت به سمدستي پوځ ته وسپارل سي.

حکومت پوځ ته امر کړی دی چي د نوموړي غمجني پيښي د رامنځته کيدو مسئول چارواکي تر نظارت لاندي ونيسي. په هغه کي ټول هغه کسان شامليږي چي په بندر کي يې د چاودل سوو امونياکو د زيرمه کولو مسئوليت پر غاړه درلود.

جمهور رئيس ميشل عون مخکي له دې له نړيوالو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه. د هغه په خبره دغه مرستي بايد ژر تر ژره ورسيږي دا ځکه چي هيواد يې بې له هغه هم له اقتصادي بحران څخه کړيږي.

د چاودني شدت په قبرس کي لا احساس سو

د حکومت د نوو معلوماتو له مخي لږترلږه ۱۳۵ کسان وژل سوي او شاوخوا ۵۰۰۰ تنه ټپيان سوي دي. د قربانيانو شمير ښايي لاپسي ډير سي، ځکه چي ژغورونکې عمله اوس هم تر خرابيو لاندي قربانيان پيدا کړي دي.

Libanon Nach der schweren Explosion in Beirut | Präsident Michel Aoun
حکومت پوځ ته امر کړی دی چي د نوموړي غمجني پيښي د رامنځته کيدو مسئول چارواکي تر نظارت لاندي ونيسيانځور: picture-alliance/dpa/Dalati & Nohra

د چاودني ساحه ټوله محاصره سوې ده. د بيروت د ښاروال مروان عبود د لومړنيو اټکلونو له مخي تر ۳۰۰ زرو انسانانو پوري خپلي سرپناوي له لاسه ورکړي دي. له دغي پيښې څخه رامنځته سوی اقتصادي زيان لږترلږه له درو څخه تر پنځو ميلياردو امريکايي ډالرو پوري رسيږي.

د دواړو سختو چاودنو شدت دومره قوي وو چي شاوخوا ۲۴۰ کيلومتره ليري د قبرس په ټاپو نيکوسيا کي لا احساس سو. ويډيويي فلمونه لومړی يوه اورلګيدنه او له هغه څخه راپورته سوي لوګي ښيي چي وروسته يوه سخته چاودنه رامنځته کيږي.

له ډيرو هيوادونو څخه د مرستو وړانديز سوی دی. د اضطراري پيښو له پاره به د اروپايي اتحاديې په مرکز کي د ژغورني او پلټني څه د پاسه ۱۰۰ کارپوهان وګومارل سي.

د فرانسې ولسمشر ايمانوويل ماکرون غواړي د پنجشنبه په ورځ لبنان ته سفر وکړي. د فرانسې حکومت اعلان کړی دی چي په دوو نظامي الوتکو کي به د ملکي دفاع د ادارې ۵۵ غړي او طبي مرستي لبنان ته واستوي. له هالند څخه هم د ژغورني عمله، ډاکټران او پوليس روان سوي دي.

Libanon Beirut Ausmaß der Zerstörungen nach Explosion im Hafenviertel
جمهور رئيس ميشل عون مخکي له دې له نړيوالو څخه د مرستې غوښتنه کړې وهانځور: Reuters/A. Taher

د جرمني د سفارت ودانۍ زيانمنه سوې

آلمان يو تخنيکي مرستندويه ټيم بيروت ته استولی دی. لکه څنګه چي په بيروت کي د آلمان د سفارت ودانۍ هم زيانمنه سوې ده، نو د هغه کارکوونکي يوې بلي ودانۍ ته انتقال سوي دي.

د آلمان خارجه وزارت دا خبره تائيد کړې ده چي د ټپيانو په ډله کي آلمانان هم شامل دي خو شمير يې نه دی په ډاگه کړی.

امريکا متحده ايالات، روسيې او د خليج هيوادونو هم د مرستو اعلان کړی دی. همدارنګه د اسراييلو له خوا هم چي له لبنان سره ډيپلوماتيکي اړيکي نه لري، د مرستو وړانديزونه سوي دي.

د پيښي د علت معلومول

د دغو چاودنو د علت په اړه تراوسه پوري اسناد او شواهد په لاس کي نه سته. د حکومت په حواله څه د پاسه ۲۷۰۰ ټنه هغه امونيم چاودلي چي له کلونو راهيسي پرته له حفاظتي تدابيرو د بندر په يوه لاګر کي ساتل سوي ول. دغه مواد نه يوازي د کوډ کيمياوي د توليد، بلکي د چاوديدونکو موادو له پاره هم کاريدل.

د بيروت د چاودنې پر موضوع يو انځوريز البوم: