وولف:څوک چې ځان بدل نکړي نور به هغه ته بدلون ورکړی
۱۳۸۹ اسفند ۹, دوشنبهد المان ولس مشر وولف د قطر د امیر شیخ حمد بن خلیفه الثانی سره د یکشنبې په ورځ په دوحه کې د خبرو اترو وروسته وویل چې هیڅ څوک هم د دې حق نه لري چې په خپل ولس ډزې وکړي او د هغوي سره دښمني وکړي. خو د دې تر څنګ نوموړي د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاس وهنی پر ضد هم خبرداری ورکړ، په خاصه توګه د هغه اشاره ایران ته وه.
هغه زیاته کړه چې د لیبیا ولس د نورو وينو بهیدو د مخنیوي لاره باید پیدا کړي. نوموړي د عربي هیوادو د منځګړيتوب امکان رد کړ او وویل چې دا کوم چانس نه لري. ده زیاته کړه چې د تیرو دیرشو کالو راهیسې د دا ډول کوښښونو بیلانس په هیڅ ډول ښه نه وو.
د قطر امیر وویل چې اروپايي ټولنه هغو ولسونو سره باید مرسته وکړي چې د خپلو زور واکو مشرانو په مقابل کې ودریدلي دي. د دې په ځواب کې وولف وویل چې المان به د لیبیا په څیر د زور واکو څخه په ښکاره توګه واټن ونیسي. نوموړي زیاته کړه «څوک چې ځان بدل نه کړي نور به هغه ته بدلون ورکړی.»
د آلمان ولسمشر له عربی دولتو څخه وغوښتل چی په خپلو ټولنو کی ځوانانو ته د یو هوسا او سوکالی راتلوتنکی لپاره شرایط برابر کړی. د بشری حقونو درناوی وکړی او د ښځو په وضعیت کی ښه والی رامنځ ته کړی.
هغه د شنبی په ورځ مخکی له دی چی د خلیج هیوادونو ته خپل سفر پيل کړی په عربی نړی کی د « یو تاریخی بدلون» څخه یادونه وکړه، هغه یو بدلون چی اروپا باید له پوره زړورتیا او قاطعیت سره تر ملاتړ وکړی.
وولف په برلین کې په یوه تلویزیوني مرکه کې د لیبیا په ضد د اروپايي ټولنې د ځنډ ډوله چلند باندی نیوکه وکړه. هغه وویل:«کله باید سړی ډيپلوماسي پریږدي چې ډيپلوماسي وي او نور کارونه باید پر مخ بوزي.
په تیرو ورځو کې ځيني په لیبیا پورې د اړوندو خبرو پریکړې په ګاونډي هیوادونو تونس او مصر کې شوې دي. د دې پر ځای چې د اروپايی ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په سطح کی وشی.»
کرسټيان وولف په کویت کې په هغی یو غوندی کې هم ګډون وکړ چې شل کاله د مخه د عراق څخه د ازادۍ د لمانځلو د یادونې په موخه جوړ شوې وه.
کویت او قطر چې دواړه د تیلو په لرلو سره د نړۍ په شتمنو هیوادونو کې شمیرل کیږي تر اوسه د ولسي پاڅون او ناکراریو څخه په امان کې پاتې دي. د دوي په ګاونډي هیوادونو بحرین او سعودي عرب کې په مظاهرو او ناکراریو کې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده. په سعودي عرب کې د حکومت مخالفینو د مارچ په 18د «قهر او غصې د ورځي» د ښودلو لپاره بلنه ورکړی ده.
آژانسونه/ بریښنا صابر
کتونکی: عبدالباري حکيم