د طالبانو حکومت په افغانستان کې «د آزادۍ راډیو او امریکا غږ» خپرونې بندې کړي دي. طالبان ادعا کوي چې دغې رسنیو «ژورنالیستیک اصول په پام کې نه نیول» نو ځکه یې دغه پریکړه کړې ده. خو طالبانو تر دې مخکې د دویچه ویله په ګډون د نورو داسې رسنیو خپرونې هم بندې کړې وي چې له افغانستان څخه بهر د دې هیواد له پاره خپرونې کوي. پر دې سربیره طالبانو د افغانستان پر نورو رسنیو باندې هم محدودیتونه وضع کړي دي. آیا د طالبانو له خوا پر رسنیو باندې بندیزونه په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی لا پسې سختوي؟ د پخلاینې د دې اونۍ په خپرونه کې له خپلو میلمنو سره پر دغو او نورو پوښتنو باندې بحث کوو. مېلمانه مو په افغانستان کې د جنوبي اسیا د خبریالانو د ټولنې مشر ضیا بومیا، او د پوهنتون استاد قاضي نجیب الله جامې، دي.