ولي په شرم الشيخ کي موګابې دډير انتقاد سره مخامخ نسو
۱۳۸۷ تیر ۱۲, چهارشنبهلږ وروسته تر هغه يې د افريقا د اتحادپه غونډه کي د مصر په شرم الشيخ کي د دولتي او حکومتی مشرانو په غونده کي برخه واخيسته . پر ده باندي په دغه غونډه کي د غير ديموکراتيکو انتخاباتو د سرته رسولو له کبله شديد انتقاد ونسو .
د کنفرانس په دوهمه ورځ هم افريقايي ټولنې د حقيقت ويلو شيبه د لاسه ورکړه. دغه ډراماتيکه جمله د ملګرو ملتو د سرمنشی بان کی مون د مرستيالې وه . آشا روزه ميګرو د خپلې وينا په ترڅ کښي د کنفرانس د برخه والو څخه غوښتنه وکړه ،چه د زيمبابوې د مشر موګابې د جمهوري رياست د لانجمن دوهم واري انتخاباتود په نظر کې نيولو سره قاطع معامله وکي .
دې وويل :
«دا نه يوازی د زيمبابوې د ملت غوښتنه ده، بلکه د سيمي غوښتنه هم ده. دلته د افريقايي هيوادو د حکومتونو اعتبار او باور مطرح دی .»
د کينيا صدراعظم اودينګا چې پخپله هم لږ موده دمخه په انتخاباتوکي دجعل کارۍاوغولوني قربانی ؤ، د کنفرانس پر ګډونکوونکو باندي يې د نايروبی څخه ږغ وکۍ، چي د موګابې جعلی انتخابات ونه مني.
ده وويل :
«که افريقايي ټولنه موګابې د سم ټاکل سوي جمهوررييس په حيث ومنی، دا به ددغې وچې دپاره يو د خطره ډک، د سيالۍ حالت رامنځته کړی.»
دډيرو لږوافريقايي هيوادو مشرانو ددې سره علاقه درلوده ،چي په ښکاره ډول پرموګابې باندي انتقاد وکي . په شرم الشيخ کې د ده سره د شرميدونکي کتني څخه دوی ځان ژغورۍ، خو موګابې بياهم راغی . موګابې د رسنيو په يوه حلقه کې راچاپير سو، خو باډيګاردانو ورته لار پرانيستله.
مصری تنظيموونکو ونه سوای کولای چې ژورناليستان په خپلو ټاکل سوو ځای کې وساتی. دا چې د افريقااتحاد موګابې ته څه نه وايي بی له شکه، دﺉ پياوړۍ کوی . دده وياند ګيورګ چارامبه پر ځان ډاډه او سخته لهجه خارجي لاسوهني په تيره بيا د کينيا څخه ردی کړې .
دلويديزو هيوادو د انتقادونو په هکله، ده رسنيو ته وويل :
«دوی دې ورک سي. دوی د انتقاد کولو هيڅ حق نه لری، د زيمبابوې سياست په دوی پوری هيڅ اړه نه لری.»
د کنفرانس په دوهمه ورځ ددولتو مشران دوه ساعته سره اخته وه ، څو يوه ګډه اعلاميه صادره کي . ماښام بيا خبره معلومه سوه :
دوی په زيمبابوې کی سياسی مخالفين، خبرو ته راوبلل چې هدف يي د يوه ګډ واحد ملی حکومت جوړول دی . د موګابې رژيم په ښکاره ډول نه متهم کيږی . خارجي لاسوهني چې کړکيچ ته لاهم وده ، او پراختيا ورکوی ، نه منل کيږی ،چه دا په يو ډول د هغو افريقايي هيوادو چه د موګابې حکومت ردوی، او هغو نورو افريقايي هيوادونو چي خپله په غير ديموکراتيک ډول عمل کوی، ترمنځ يو ه روغه جوړه ده . د زيمبابوې هيأت لا د اوس څخه ويلی دي ،چي حتی دغه روغه جوړه هم د موګابې د حکومت دپاره د منلو وړ نه ده.