ولسي جرگې د انسانانو د قاچاق د مخنيوی سند تصديق کړ
۱۳۹۳ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبهدغه نړېوال سند د ملګرو ملتونو له خوا په ۲۰۰۰ میلادي کال کې رامنځ ته شو، چې تردي دمخه یو شمېر نورو هيوادونو هم تصدیق کړی دی.
د افغانستان ولسي جرگې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د مۍ ۲۱) په خپله عمومي غونډه کې پر یاد نړېوال سند بحث وکړ، او په پای کې د رایو په اکثریت تصدیق شو.
د دې جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون رئیس عبدالقادر ځاځي وطن دوست وویل: «که غواړی چې د انساني قاچاقچیانو سره مبارزه وکو، نو د دغه راز نړېوالو سندونو تطبیق ته باید لاره هواره شي.» ده له دغه نړېوال سند سره الحاق کېدل د افغانستان په ګټه وبلل:
«د انسان قاچاق او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو قاچاق مخنیوی او یا یې کمول او په دې برخه کې مبا رزه د افغانستان په ګټه ده.»
د افغانستان د وزیرانو شورا په ۱۳۹۲ کال کې دغه نړېوال سند تصویب کړی او د نورو قانوني پړاوونو په موخه یې ولسي جرګې ته استولی وو.
ویل کیږي چې په افغانستان کې تر ډيره ښځي او ماشومان د قاچاق له ګواښ سره مخامخ دي، ځکه له دغو دواړو څخه په آسانۍ سره ناوړه استفاده کېدای شي.
ډیری وختونه ماشومان په کور دننه او دباندي د شاقه او سختو کارونو په موخه قاچاق کیږي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایې چې په افغانستان کې د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ انساني قاچاق هم یوه ستره اندېښنه ده.
د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار وویل چي په افغانستان کې د ناامنۍ، بېوزلۍ او ځینو نورو لاملونو پر بنسټ ښځي، ماشومان، ځوانان او د لوړ عمر کسان د قاچاقچیانو لاسو ته لویږي:
«دا سند چې نن ولسي جرګې تصدیق کړی دی دا به ډیره مرسته وکړي، ځکه چې افغانان د انسان د قاچاق له خطر سره مخامخ دي او داسې نړیوال پروتوکولونه که هرڅومره لاسلیک شی دا به د افغانانو د حقونو په نه ضایع کېدو کې مرسته وکړي.»
ولسي جرګه له هغه وروسته دغه نړیوال سند تصدیقوي چې هرکال یو شمېر افغانان د انسانانو د قاچاق وړونکو په واسطه د ډیرو پیسو په بدل کې بهرنیو هیوادونو ته قاچاق کیږي، چې ډېر وختونه پکښې یو شمېر افغانان آن خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایې چې په افغانستان کې ترډېره په تورو هندارو لرونکو موټرو کې د انسانانو قاچاق ترسره کیږي، چې دا شان موټر تر ډېره يوازي حکومتي چارواکې کاروي.
د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د تورو هندارو موټرو پر ضد کمپاین پیل کړی، چې په وینا يې په دې کار سره د انساني قاچاق په شان د منظمو جرمونو مخنیوی کېدای شي.