ولسي جرگه: نبیل بايد پر خپله دنده پاته سي
۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبهد ولسي جرگې يو شمېر استازو وويل، چي نيبل ځکه له دندي گوښه شوی دئ، چي په ښکاره سره ئې په خپل هيواد کي د پاکستان استخباراتي ادارې لاسوهني برملاکولې.
په ولسي جرگه کي د خلکو استازو ويلي دي، چي د نيبل کارونه مثبت ول او تر ډيره ځايه ئې د دغي جرگې سوالونو ته مثبت جوابونه ويلي دي.
د افغانستان د ولسي جرگې د چهارشنبې(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۹) په غونډه کي د دغي جرگې لومړي مرستيال ظاهر قدير وويل:«د رحمت الله نبيل گوښه کېدنه د ټولو له پاره يو تشويش دئ. هغه ډيري ښه لاسته راوړني درلودې او د بهرنيو استخباراتو پر وړاندي ئې ډير مقاومت کاوه. موږ له ولسمشر څخه غواړو چي نبيل دي بيرته خپلي دندي ته راسي.»
رپوټونه وایي چي د افغانستان د ملي امنيت عمومي رئیس رحمت الله نبیل له خپلي دندي ګوښه کړل شوی دئ.
نبیل چي یو وخت د ولسمشر حامد کرزي د خاص ګارد مشر وو له دوو کلونو راهیسي ئې د ملي امنیت د ادارې مشري کوله.
د افغانستان د پارلمان یوه غړي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل شي په کابل کي سیمه يیزو تلویزیوني چینلونو ته ویلي دي، چې نبیل د ولسمشر کرزي له لوري له دندي ګوښه شوی دئ او دلیل ئې تر اوسه نه دئ روښانه. د ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر نبیل باندي نیوکه کیده چې د ترهګرو د ډیرو دسیسو په شنډولو کي پاته راغلی دئ او د مشرتوب پر مهال ئې د امریکا د سفارت په ګډون په کابل کي پر یو شمیر دیپلوماتیکو سیمو ډله يیز بریدونه وشول.
پر ده باندي هغه مهال هم فشار زیات شو چي د کونړ د چارواکو په خبره له پاکستان څخه ئې پر ولایت باندي د توغندويي بريدونو خبر ورکړ او دی د پارلمان د وکیلانو له لوري ور وغوښتل شو او ورته سخت خبرداری ورکړل شو.
د دغو بریدونو په مخینوي کي د پاته راتګ په پلمه د دفاع او کورنیو چارو وزیران د ولسي جرګې له خوا بې باوره اعلام شول.
تر اوسه پوري نه ده معلومه چي د ملي امنیت د ریاست له پاره به څوک په رسمي توګه ونومول شي. خو داسي ګنګوسې دي چي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر اسدالله خالد به دغه چوکۍ ته ونومول شي.
خالد له نزدې اتو کلونو راهیسي د کرزي په حکومت کې په بېلا بېلو څوکیو کي کار کړی دئ او د نوموړي د اعتماد وړ سړی دئ.
پرون(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۸) داسي اوازې خپرې شوې وې چي ولسمشر کرزی د چهارشنبې په ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزیران او دغه راز د ملي امنیت د نوي رئیس نومونه اعلانوي.
خو تر چهارشنبې مخکي ولسمشر کرزي پرون د ملي امنیت له ریاسته د رحمت الله نبیل د برطرفۍ حکم صادر کړ.
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو له وزیران څخه د اسد د میاشتي پر دیارلسمه د ولسي جرګې له لوري په دې خاطر د باور رايه واخيستل شوه چي د اکثرو وکیلانو په ادعا د د پاکستان د راکټي حملو په مخنیوي کي پاته راغلي ول.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل