ولسي جرکې پنځو تنو وزيرانو ته د باور رای ورکړه
۱۳۹۲ دی ۴, چهارشنبهد افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۲۵) په خپل عمومي غونډه کې ضراراحمد عثماني د ۱۸۳ رایو په ترلاسه کولو سره د بهرنیو چارو وزير، انجنیر محمد عارف نورزی د ۱۷۷ تاييد رایو په اخېستلو سره د اوبو او انرژۍ د وزير په توګه، دین محمد مبارز راشدي په ۱۶۶ تاییدي رایو سره د نشه یي توکو پرضد مبارزې وزير، محمد اکبر بارکزی په ۱۶۷ تاییدي رایو سره د کانونو او پترولیم د وزير او محمدشاکر کارګر د ۱۶۳رایو په ترلاسه کولو سره د سوداګرۍ د وزير په توګه د باور رايي تر لاسه کړې.
دغه راز د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته دین محمد ګران او عبدالقادر عدالتخواه هم له وکیلانو څخه د باور رای ترلاسه کړې.
بریالي شویو پنځو تنو وزیرانو او د ستري محکمې عالي شورا غړو ولسي جرګې ته د خپلو کاري کړنلارو د بیانولو پر مهال ژمنه وکړه چې په دندو کې به له بشپړي ریښتنولی کار اخلي.
د بهرنیو چارو وزارت ته بریالي شوي وزیر ضراراحمد عثماني وویل ډير ژر به د بهرنیو هېوادونو له پاره پر یوې هراړخېزې تګلارې کار وکړي او له امریکا متحده ایالاتو سره به خپلي اړیکي نورې هم پراخې کړي:
«که چیري ستاسي د باور رای ترلاسه کړم او د الله تعالې مرسته راسره وي، نو ځان موظف ګڼم چې د هيواد د بهرني سیاست بنسټېزي کرښي تدوین کړم چې مهمه برخه به یې د امریکا متحده ایالاتو سره اړېکې وي.»
دغه راز، د نشه يي موادو پر ضد مبارزې وزارت ته بریالي شوي وزیر دین محمد مبارز راشدي وویل چي په افغانستان کې د نشه يي موادو له منځه وړل قوي سیاسې ارادې ته اړتیا لري چې په دې برخه کې کوټلو ګامونو د پورته کولو هوډ لري.
«په لومړي قدم کې باید د دولت په دننه کي سیاسي عزم رامنځته شي، دغه سیاسي عزم تراوسه په هغه اندازه چې په افغانستان کې د نشه يي موادو ستونزه وه رامنځته شوی نه دی، ځکه د افغانستان نشه يي موادو نړۍ ته هم ګواښ پیدا کړی."
داچي ولسي جرګې بې له کومه شک او ترديد څخه د حکومت له خوا ور پيژندل شوي وزيران او ستري محکمې د عالي شورا غړو ته د باور راي ورکړې، کارپوهان يې دليل په پارلمان کي د حکومت د پلويانو ډېروالی ښيي.
د سياسي چارو شنونکي عاشق الله یعقوب له دویچه ويله سره په خبرو کي د دې چاري بل لامل د وکيلانو او کاندید وزيرانو ترمنځ مالي فساد ياد کړ:
«په خپله وکیلانو هم یو پر بل شاهدي ورکړې ده چې د وزیرانو په بریالیتوب کې پیسې کښته پورته کیږي او دغه چاره نوې هم نه ده.»
له بلي خوا ځیني کتونکي د دغو وزیرانو غواروی د ولسمشرۍ پر راتلونکو ټاکنو هم بې اغیزې نه بولي او زیاتوي چې ولسمشر غواړي د نویو ټاکل شویو چارواکو پر مټ د خپلې خوښې کاندېدانو په ګټه کار وکړي.