1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ولسمشر غني په ننګرهار کې د داعش د ماتې اعلان وکړ

۱۳۹۸ آبان ۲۸, سه‌شنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سه ‌شنبې په ورځ ختیځ ښار جلال اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د تسلیم شویو داعش وسله والو ښځو او ماشومانو سره به د اسلامي او افغاني دود له مخې چلن کیږي.

https://p.dw.com/p/3TIwH
Aghanistan, Kabul: Ashraf Ghani auf einer Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دغه سفر کې د کابینې د غړیو تر څنګ د مشرانو او ولسي جرګو استازیو هم ملتیا کوله.

ولسمشر په جلال آباد ښار کې د یوې غونډې پرمهال وویل چې د داعش ډلې د وسلوالو هغه بهرنۍ مېرمنې او ماشومان چې حکومت ته تسلیم شوي د پاکستان حکومت ته نه بلکې د ننګرهار د ولسونو په مشوره او پرېکړه به یې له کرښې هغې غاړې قومي مخورو ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړه، چې د داعش د تسلیم شویو مېرمنو او ماشومانو سره له اسلامي، پښتني او افغاني دود له مخې چلن کوي او د داعش د افغان غړو د کورنیو د روزنې او پالنې له پاره به له لس، تر شلو میلیونو افغانۍ بودیجه ځانګړې کړي.

Afghanistan |  Gefangene in Khost
انځور: DW/O. Deedar

هغه په ننګرهار کې د داعش ډلې د ماتې اعلان وکړ او د دغې ډلې د تسلیم شویو وسله والو د برخلیک په اړه یې هم تصمیم د ننګرهار ولس ته پرېښود، چې داعش سره جګړه کې یې ډېر زیان لیدلی دی.

ولسمشر غني زیاته کړه: " یو کال مخکې چا دا تصور کولای شو، چې موږ به په ننګرهار کې درېدلي یو او د خدای شکر به ادا کوو، چې داعش مو ختم کړ، هو؛ موږ داعش ختم کړ." 

ولسمشر محمد اشرف غني د داعش ډلې په ماتولو او له منځه وړلو کې د ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو همغږي وستایله او په نورو سیمو کې یې د داعش ډلې د غړو د تسلیمېدو له پاره ځايي ادارې ته د ښو ترتیباتو د نیولو لارښوونه وکړه.

ولسمشر وویل چې په ننګرهار کې به ولسي پاڅونوال نور هم وپالي او که هغوی غواړي، په سیمه‌ ییزه اردو به یې بدل کړي، څو د تل له پاره د خپلو سیمو پر ساتنه بوخت پاتې شي.

د ننګرهار ولایت کومې سیمي ناامنه دي؟

حصارک او شیرزاد د ننګرهار دوه هغه ولسوالۍ دي، چې اوس پکې امنیتي حالت یو څه ښه نه دیږ ولسمشر غني وویل چې په دغو ولسوالیو کې به د پوځي عملیاتو او وسله والو د ځپلو له پاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.

د ننګرهار د شینوارو قومي مشر ملک عثمان، وايي چې د داعش ډله په ننګرهار کې ماته شوې او اوس دغه ډله د ننګرهار او نورو ولایتونو له پاره هېڅ ډول خطر نه دی.

د هغه په خبره ننګرهار له پخوا ډېر امن شوی او یوازې څو محدودې سیمې د وسله والو په ولکه کې دي، چې هغه به هم د ولسونو او امنیتي ځواکونو په هڅو پاکې او تصفیه شي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر، بیا وايي چې داعش ډله ننګرهار کې ماته شوې؛ خو د هسکې مېنې او اچین په څو محدودو سیمو کې پاتې دي او زیاتوي که افغان ځواکونه او ولسي پاڅونوال وغواړي، هغه به هم ژر له منځه یوسي.

Afghanistan |  Gefangene in Khost
انځور: DW/O. Deedar

هغه وايي، طالبانو هم د داعش ډلې خلاف په غرنیو سیمو کې سختې جګړې کړي، چې له امله یې پر یادې ډلې د اوسېدو کړۍ تنګه شوې.

د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې په ننګرهار ولایت کې په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا اوه سوه داعش جنګیالي او د هغوی مېرمنې او ماشومان حکومت ته تسلیم شوي دي.

په عین حال کې وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې، چې ننګرهار کې داعش ډلې ته ماتې دوی ورکړې چې تر اتو سوو پورې محاصره جنګیالي، مېرمنې او ماشومان ترې حکومتي او بهرنیو ځواکونو ژغورلي دي؛ خو حکومتي چارواکي دا خبره ردوي او وايي چې داعش ډله د افغان ځواکونو او ولسي وګړیو په ګډو هڅو ماته شوې ده. داعش ډلې تر اوسه پورې په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

امید دیدار، جلال آباد