ولسمشر غني: هيڅکله به تسليم نه سو
۱۳۹۳ آذر ۲۳, یکشنبهاشرف غني د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۱۴مه) د افغانستان د بشري حقونو د ورځي په مناسب، تلويزيوني وينا کي د وسله والو طالبانو وروستي بريدونه وغندل او له ټولو مذهبي، سياسي او ټولنيزو مشرانو څخه وغوښتل چي دغه تاوتريخوالی وغندي. هغه حتي د خپلي وينا په يوه برخه کي و اوسېلل او وويل «بس دي».
غني وويل: «دغه بريدونه نور د زغملو نه دي. دا انساني نه دي، دا اسلامي نه دي.» هغه په خپله وينا کي په لوړ آواز زياته کړه: «زموږ ټولنه بايد د هغه پروړاندي خپل ږغ پورته کړي.»
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د بشري حقونو د ورځي په مناسبت په وينا کي وويل: «د پکتيکا په يحيی خيلو کي زموږ د کوچنيانو گناه څه وه؟ هغوی خو يوازي د واليبال لوبه کاوله. دلته بايد ټولنه په لوړ آواز ووايي چي «نور بس دي». «دا نو نور د زغملو نه دي.»
جمهور رئيس په داسي حال کي دغه وينا کوي، چي په دغه هيواد کي د بهرنيانو د ۱۳ کلن پوځي ماموريت پای ته يوازي دوې اوونۍ پاته دي.
دا په داسي حال کي ده چي وسله والو طالبانو د دغه هيواد په بېلو بېلو سيمو کي د افغان او بهرنيو ځواکونو پرضد خپل يرغلونه ډېر کړي دي.
يوازي د شنبې په ورځ د دغه هيواد په بېلو بېلو سیمو کي د دولتي چارواکو، بهرنيو او افغان عسکرو په گډون ۱۹ تنه انسانان ووژل سول، چي ۱۲ تنه پکښې ماين پاکان ول.
غني په خپله دغه وينا کي د وسله والو پرضد مبارزه په اړه د خپلو پلانونو د جزئياتو په اړه څه نه وويل. خو داسي ښکاري چي د هغه په مشرتوب حکومت به له وسله والو ياغیانو سره په مبارزه کي سخت دريځ غوره کړي.
پتېيل سوې ده چي د راتلونکي مېلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه به په افغانستان کي د ناټو يو بل ماموريت پيل سي چي موخه به ئې د افغان امنيتي ځواک روزل او تجهيز وي.
په دغه ماموريت کي نژدې ۱۳۰۰۰ بهرني عسکر گډون ولري، چي ډېره برخه به ئې د امريکا متحدو ايالاتو وي.