ولسمشر غني د دارالامان قصر د بیا رغولو امر وکړ
۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبهد ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دې قصر د بیا رغونې بودجه به ۱۶.۵ میلیونه ډالر وي.
د ولسمشرۍ ماڼې په حواله دغه قصر به په افغانستان کې توریزم سکتور او د آماني دورې مهندسي پیاوړي کړي. د دارالامان قصر د آلماني مهندس والتر هارتن، له خوا جوړ شوی وو.
دغه قصر د امان الله خان په لارښوونه تر ښار دباندي اروپايي ستایل جوړ شوی وو. شاه امان الله غوښتل چې د دارالامان په نوم نوی او عصري ښار جوړ کړي.
خو له دغي ودانۍ څخه هیڅکله هم کار وا نه خیستل شو، دغه قصر د امان الله خان دورې تر پايه پوري، په کلونو کلونو خالي پاته وو.
په ۱۹۶۹م کال کې د غه قصر اور واخیست، خو وروسته بيا بیرته ورغول شو. قصر په ۱۹۷۸م کال کې بیا اور واخیست. دغه قصر ته تر ټولو ډیر زیان په ۱۹۹۰مو کلونو کې د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال ورسید او دغه ځای یې په یوه ويرانه بدل کړ.