1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼي: شازاده هېري بيا افغانستان ته ځي

۱۳۹۰ خرداد ۲۶, پنجشنبه

ورځپاڼي ليکي چي د برتانيې شازاده، هېري، به يو وار بيا د خپلو ځواکونو په چوکاټ کي افغانستان ته ستون سي. ورځپاڼو دغه راز ليکلي چي شازاده هېري به په افغانستان کي د جنګي څرخي الوتکو «اپاچي» د پيلوټ په صفت دنده تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/11c8c
شازاده هېري په هلمند کي
شازاده هېري په هلمند کيانځور: picture-alliance/ dpa

د برتانيې د دفاع وزارت د دغه خبر د تاييدولو څخه ډده کړې خو د شازاده هېري دفتر ويلي چي دا يو«اټکلي» خبر دی. ځکه چي شازاده هېري لا د اپاچي الوتکو په برخه کي خپلي روزني نه دي بشپړي کړي.

هېري، خپله ويلي چي دی غواړي يو وار بيا په افغانستان کي دنده تر سره کړي. ده په 2007 کال کي په افغانستان کي دنده تر سره کړې.

په اصل کي داسي پلان سوی و، چي شازاده هېري به د 2007 کال څخه تر 2008 کال پوري په افغانستان کي پاته سي خو دی وروسته له هغي بيرته برتانيې ته وغوښتل سو چي په افغانستان کي د ده د شتون په اړه رسنيو بربنډوني وکړې.

د «سن ورځپاني» ليکلي ؤ چي د برتانيې ملکې او د دغه هيواد پوځي چارواکو په دې خبري موافقه کړې چي هري دي افغانستان ته لاړ سي.

د دغي موضوع پر سر اخري پريکړه به د روان کال تر پايه پوري وسي. خو دغه پريکړه به بربڼد نه سي.

26 کلن هېري د جنګي څرخي الوتکو «اپاچي» لومړنۍ روزني د روان کال په اپريل مياشت کي بشپړه کړي.

د دغو روزونو څخه وروسته ده ته د کپتان رتبه ورکړل سوه. په هغه وخت کي، هري ويلي ؤ چي، که د برتانيې پوځ نه غواړي چي دی کومي جګړې ته واستوي نو دده دپاره د جنګي څرخي الوتکي روزنه بې معني ده.

د سلطنتي کورنۍ يو وياند ويلي چي هېري بايد اوس په دې برخه کي نوري اته مياشتي روزني وکړي. دغه وياند زياته کړې چي تر هغو چي هغه خپلي زده کړي نه وې پوره کړي جګړې ته د هغه د ليږلو خبرونه ډ اټکل له مخه دي.

په 2007 کال کي شازاده هېري په افغانستان کي د طالبانو پر ضد هيوايي عملياتو کي برخه اخيسته. خو کله چي په افغانستان کي د ده د شتون په اړه د رسنيو لخوا رپورټونه خپاره سول، د برتانيې پوځ هغه ژر د افغانستان څخه ويستی تر څو د طالبانو او القاعدې د بريدونو هدف و نه گرځي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل