1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنگټن له اسلام آباد څخه خپل پلاوی راغوښتی دئ

۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15CTa

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دئ چې د واشنگټن او اسلام آباد تر منځ د شپږو اونیو وروسته د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانیستلو پر سر خبرې یو ځل بیا ځنډیدلې دي. د پینتاگون ویاند ویلي دي چې دوی دې پریکړې ته رسیدلي دي چې له اسلام آباد څخه خپل مذاکره کوونکی پلاوی بیرته خپل هیواد ته راوغوړي.

هغه پر دې خبره ټینگار کړی دئ چې دا پریکړه د متحده ایالاتو له لوري شوې دي. خو هغه دې خبرې ته هم اشاره کړې چې دوی چمتو دي چې د اسلام آباد سره د خبرو د پیلولو له پاره خپل پلاوې هر وخت بیرته واستوي.

دا خبر په داسې وخت کې ورکړل شوی دئ چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت مرستیال هم تیره اونۍ د خبرو اترو له پاره اسلام آباد ته رسیدلی وو. په رسنیو کې د خپرو شوو راپورونو په حواله د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني، د متحده ایالاتو د دفاع د وزیر له مرستیال سره د لیدنې کتنې څخه هم ډډه کړې ده. پاکستان د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر وړاندې خپله پوله هغه وخت وتړله کله چې د تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ تنه پاکستاني سرتیري ووژل شول.