1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

هنګري: د افغان په ګډون څلور قاچاقبران په عمري بند محکوم شول

۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبه

څلور کاله مخکې د ۷۱ مهاجرو جسدونه په اتریش کې په یوې لارۍ کې وموندل شول. د دغې لارې چلوونکی هغه وخت له سیمې تښتېدلی وو. خو بیا وروسته پولیسو ونیوه. اوس د هنګرې یوې محکمې تورنو کسانو ته وروستۍ سزا اورولې ده.

https://p.dw.com/p/3KlVo
Österreich Schlepper in Untersuchungshaft
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Gorondi

د هنګري یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ یو افغان او درې بلغاریایان د ۷۱ مهاجرو د مړینې په تړاو په عمري بند محکوم کړل. دغه کسان د انسانانو د قاچاق او غیرې قصدي وژنې له کبله مجرم وپیژندل شول. د انسانانو د قاچاق وړونکې دې ډلې مشري يوه افغان کوله.

قاضي ایریک مزولکي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې درې محکوم شوي کسان به په راتلونکې کې د دې چانس ونه لري چې له زندانه آزاد شي. خو څلورم محکوم شوی کس باید لږ تر لږه ۳۰ کاله بند تیر کړي او بیا کیدای شي په ضمانت آزاد شي.

خواشینوونکې پېښه

د ۲۰۱۵ کال په اګست میاشت کې د ۷۱ مهاجرو خراب شوي مړي په یوې لارۍ کې وموندل شول چې چلوونکی یې له سیمې تښتېدلی وو. په مړو شویو مهاجرو کې د سوریې، عراق او افغانستان له هیوادونو څخه څلور ماشومان، اته ښځې او ۵۹ نارینه شامل وو. دې پیښې د مهاجرت کړکیچ په اوج کې اروپا ولړزوله. د مهاجرو پر غوښتنې سربیره هم قاچاق وړونکي له دې انکار کړی وو چې د لارې په شا کې د یخچال چې مهاجر په کې پټ شوي وو، دروازه پرانیزي څو هلته تازه هوا ننوځي.

یوه قاضي تیر کال د محکمې پر مهال وویل، کله چې مهاجر پوه شول چې نفس یې د تنګیدو په حال کې دی، نو دروازه یې په سوکانو ووهله چې د چلوونکي پام راواړوي.

(ms/bs (Reuters, dpa