1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: پاکستان د تروريستانو اده اثبات سوه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

د هند د کورينو چارو وزير، چيدم برم، د دوشنبې په ورځ وويل چي په پاکستان کي د القاعدې شبکې د مشر، اسامه بن لادن، وژل کيدل د دې خبري يو بل ثبوت دی چي پاکستان د ترورستانو پټنځای دی.

https://p.dw.com/p/117Wt

د هند د کورنيو چارو وزير په يوه خبرپاڼي کي ويلي: «دا چي ولسمشر اوباما وويل چي اسامه بن لادن په ايبټ آباد کي د امريکايي ځواکونو لخوا وژل سوی موږ يي لا ډير انديښمن کړو. ځکه چي دغه سيمه د پاکستان پلازمېني، اسلام آباد، ته ډيره نژدې پرته ده. دغه خبره زموږ انديښني لا ډيره وي چي پاکستان د بيلا بيلو تروريستي شبکو پټنځای دی.»

د هندوستان د کورنيو چارو وزير همدا زار د پاکستان د حکومت څخه وغښتل ترڅو په 2008 کال کي د بمبي پر ښار د تروريستي حملو لاملين چي د دوی په اند په پاکستان کي ميشت دي، ونيسي.

هندوستان ډير ځلي پاکستان په دې تورن کړی چي د ترورستانو سره چي پر هند بريدونه ترسره کوي مالي، لوجيستيکي او نوري مرستي کوي. دغه هيواد همداراز وايي چي پاکستان د ډير شمير تروريستانو لپاره د اوسيدو امن ځای دی.

په 2008 کال کي پر بمبي د يوې تروريستي حملې په ترڅ کي 166 کسان ووژل سول. په دغه وخت کي د هند او پاکستان تر منځ د سولي خبر اتري په جريان کي وې خو هندوستان بيا د دې لپاره دغه خبري اتري وځنډولې چي پاکستان يي په دغو حملو کي ګړم وبله او د دغه هيواد د حکومت څخه يې وغوښتل چي د بمبي د ترورسيتي بريدونو عاملين ونيسي.

په ورستيو کي د پاکستان او هندوستان تر منځ خبري اتري يو ځل بيا پيل سوې خو اوس هم هند په وار وار پاکستان د ترورستانو سره په مرسته تورن وي او د دغه هيواد څخه غواړي ترڅو د بمبي د تروريستي حملو عاملين دوی ته تسليم کړي.

د هند د بهرنيو چارو وزير، سومانهالي مالايا کريشنا، وويل چي د اسامه بن لادن مړينه يو تاريخي پرمختګ دی. ده وويل: «په ورستيو کلونو کي د ډيرو خلکو ژوند د تروريستي ګروپونو لخوا اخستل سوي. نړۍ بايد خپلي هغه هڅي چي غواړي تروريستي شبکې او د دوی هغه پټنځايونه چي زموږ په ګاوڼډي هيواد کي دي له منځه يوسي، بريږندي.»

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل