1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د کشمير پر پوله له پاکستان سره د سوداګرۍ بهير درولی

۱۳۹۸ فروردین ۳۰, جمعه

هند اعلان کړی دی چې د هند او پاکستان تر کنترول لاندې کشمير سيمه کې تجارتي ليږد راليږد يې ځنډولی دی. هند تور لګوي چې له دغې لارې د ناقانونه وسلو د ليږد او قاچاق په موخه کار اخيستل کيږي.

https://p.dw.com/p/3H5HE
Karte Infografik The Kashmir conflict - disputed territories

هندوستان پرون پنجشنه (د اپريل ۱۸مه) اعلان وکړ چې دغه پريکړه يې د هغو استخباراتي معلومات پر اساس کړې ده چې ښيي له دغې لارې د غيرقانوني وسلو، مخدره موادو او جعلي پيسو د ليږد له پاره کار اخيستل کيږي.

که څه هم د پاکستان او هند تر منځ اړيکي ترينګلي دي، خو له دې سره سره، د دواړو هيوادونو تر کنترول لاندې کشمير سيمه کې تجارتي لار خلاصه پريښودل شوې وه. د دغې سيمې اوسيدونکو په اوونۍ کې څلور ځله پر دغې لار خپل تجارتي مواد يو او بل لور ته ليږدول. په دغه سيمه کې د مالونو ليږد راليږد له هرډول کنترول پرته، د سرحدي سيستم پر اساس ترسره کيږي.

د هندوستان د کورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپرې شوې اعلاميه کې راغلي دي: تازه استخباراتي معلومات ښي چې دغه آزاد تجارتي سرحد د جعلي پیسو، ناقانونه وسلو او مخدره موادو د قاچاق له پاره کارول کيږي.

د روان میلادي کال په فيبروري مياشت کې د کشمير په پلوامه سيمه کي چې د هند تر کنترول لاندي ده پر هندي پوځيانو يو ځانمرګی بريد ترسره شو چې تر څلويښتو ډير هندي ځواکونه پکې ووژل شول.

هندوستان ادعا کوي چې دغه حمله په پاکستان کې د ميشتې جیش محمدي ډلې کار وو. تر دغې پيښې وروسته هندوستان د فيبروري مياشتي په وروستيو کې د پاکستان بالاکوټ سيمې ته نژدې د يادې ډلې پر يوه مرکز هوايي بريد وکړ او د دغه مرکز د لمنځه وړلو ادعا يې وکړه.

تر هندوستان وروسته پاکستان هم په ورته عمل لاس پورې کړ. هغه مهال پاکستاني ځواکونو د پاکستان تر کنترولاندي کشمير سيمه کې د هند يوه جنګي الوتکه راواچوله.