1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندي ځواکونو په کشمیر کې یو پاکستاني سرتیری وژلی دی

۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/17Eop

هندي ځواکونو د يکشنبې په ورځ د پاکستان د اردو په خبره د دغه هېواد پر يوې پوستې باندي بريد کړی دی چې په پایله کې یې یو پاکستاني سرتیری وژل شوی دی او بل ټپي شوی دی. د پاکستان د اردو يوه وياند ويلي دي چې پاکستاني پوځ دغه بريد چې د کشمير پر «سوان پترا» پوستې باندي شوی وو، پر شا وتمباوه. دواړو لورو بيا متقابلې ډزې هم وکړې. پېښه د کنترول د کرښې په اوږدو کې رامنځته شوې ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ يوه نړيواله پوله بلل کيږي او پوځيان تل په دغه سيمه کې ډېرې ګزمې کوي.