هندي ايکټران چي سياست ته يې مخه وکړه ـ انځورونه
د هند د سويلي سيمي سينمايي ستوری کمل هاسن او په همدې شان بل فلمي ستوری رجني کانت لږ وخت تر مخه په سياست کي ور داخل شول. خو له هغوی څخه تر مخه يو شمېر نورو هندي هنرمندانو هم سياست ته مخه کړې وه. دلته يې وپېژنئ:
اميتاب بچن
اميتاب بچن په ۱۹۸۴ م کال کې سياست پېل کړ. هغه د خپل ملګري راجيو ګاندهي په هڅونه په اله آباد کي ځان کانديد کړ او په زياتو رايو يې ټاکنې وګټلې. خو صرف درې کاله وروسته بېرته له خپلي چوکۍ پر شا سو.
سنيل دت
د هندي فلمي نړۍ يو بل ستوري سنيل دت په ۱۹۸۴ سياست پېل کړ. د مدر انديا په نوم د زيات مشهور سوي فلم د ښځينه ممثلې نرګس مېړه او د سنجې دت پلار سنيل دت پنځه ځله د کانګريس ګوند له پاره د پارلمان غړی وټاکل سو. نوموړي د سپورټ د وزير په توګه د هند په حکومت کي برخه ولرله.
وينود کهنا
د هندي فلمي نړۍ يو له تر ټولو کشش لرونکو نارينه وو ستورو څخه ويند کهنا د بي جي پي ګوند له پاره ځان د پنجاب ايالت په ګورداسپور کي کانديد کړ. هغه څلور ځله ټاکنې وګټلې خو په پنځم ځل ناکامه سو. هغه د اتل بيهاري واجپای په حکومت کي د دولتي وزير دنده هم ولرله.
هيما مالاني او دهرمندر
ويل کيږي چي و سياست ته د هيمامالاني په راوستلو کي د وينود کهنا هم مهم لاس ؤ. هيمامالاني چي د بي جي پي ګوند په ټکټ يې ځان کانديد کړی، په سياسي توګه بريالۍ بلل کيدلای سي. د هغې مېړه دهرمندر هم د ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۰۹ کال پوري د ياد ګوند په ټکټ د راجستان د بيکانر سيمي ولسي استازی ؤ.
شتروګهن سينها
شتروګهن سينها د لسو کالو له پاره د بي جي پي ګوند په ټکټ په پتنه صاحب کي ولسي استازی ؤ. هغه په ۲۰۱۹ کال د کانګريس ګوند سره يوځای سو او ټاکني يې بايلولې.
راجيش کهنا
راجيش کهنا ته د هندي فلمي نړۍ د لومړي سوپرسټار په سترګه کتل کيږي. دغه ايکټر چي په ۱۶۰ فلمونو کي يې برخه اخيستې اکثره فلمونه یې بريالی ول. نوموړي په ۱۹۹۱ کال د کانګريس ګوند په ټکټ د ولسي جرګې يا لوک سبها له پاره ځان کانديد کړ خو ناکام سو. خو په ۱۹۹۲ کال يې په بيا ټاکنو کي شتروګهن سينها ته په ټاکنو کي ماته ورکړه.
رېکها
د کانګريس ګوند په ۲۰۱۲ کال کې ريکها او ساچين تندولکر راجيا سبها ته ولېږل. پر دواړو دغو ايکټرانو سخت انتقادونه وسول ځکه چي د شورا په ناستو کي يې برخه نه اخيستله. ريکها هيڅکله په دغه شورا کي نه کومه پوښتنه مطرح کړه او نه يې په کوم بحث کي ګډون وکړ.
راج ببر
د هندي او پنجابي فلمونو مشهور ايکټر راج ببر د سماج وادي ګوند او بيا د کانګريس ګوند له پاره سياست وکړ. نوموړی درې ځله د لوک سبها (ولسي جرګه) په ټاکنو کي او دوه ځله د راجيا سبها (سنا) له پاره په ټاکنو کي چوکۍ وګټلې.
جيا بچن
جيا بچن په ۲۰۰۴ کال د سماج وادي ګوند په ټکټ د لومړي ځل له پاره په ټاکنو کي وټاکل سوه. جيا بچن څلور ځله وټاکل سوه او په دې توګه يې سياسي موده تر خپل مېړه امېتاب بچن ډېره اوږده وه. جيا و سياست ته د امېتاب بچن د راتگ پرېکړه احساساتي بولي.
جيا پرادا
جيا پرادا چي د هندي فلمونو تر څنګ يې د هند د نورو ژبو په فلمونو کي هم کار کړی، د ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پوري د اترپردېش له رامپور څخه استازې پاته سوې ده.
شبانه اعظمي
شبانه اعظمي نه يوازي فلمونه جوړ کړي بلکه په تلويزيون او تياتر کي يې هم زياتي برياولي لرلي دي. دغه ايکټره چي د ملګرو ملتونو د امن استازې هم ده، د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۳ کال تر منځ د هند د سنا غړي پاته سوې ده.
ميتن چکروتي
ميتن چکروتي چي اصلي نوم يې ګورنګ چکرابورتي دی د هندي فلمونو يو له مشهورو ايکټرانو څخه دی. هغه نه يوازي سندري ويلي، ټولنيز خدمات يې تر سره کړي بلکه پخپله يې هم فلمونه پروډيوس کړي دي. نوموړی له ۲۰۱۴ کال څخه د سنا غړی ؤ خو په ۲۰۱۶ کال يې له دغې دندې استعفی وکړه.
ګوويندا
ګوويندا په ۸۰يمه لسيزه کي د خپل هنري ژوند پېل وکړ او په بيلو کردارونو کي يې ځان ته نوم وګاټه. سياست ته د هغه راتګ زيات خلک حيران کړل. نومړي په ۲۰۰۴ کال کې د کانګريس ګوند په ټکټ د ممبی په شمال څخه د پارلمان چوکۍ وګټله. د هغه وروسته نوموړي ته د ټاکنو له پاره ټکټ نه ورکول سو او هغه له سياست څخه ووت.
سمريتي ايراني
سمريتي ايراني د مادلې، تلويزيون د ايکټري او د تيلګو او بنګالي فلمونو د ايکټري په توګه کار کړی دی. هغې د بي جي پي ګوند غړيتوب واخيست او د ګجرات ايالت له خوا د هند د سنا غړې سوه.
پاريش روال
د بي جي پي ګوند غړي او ايکټر پاريش روال په تيرو وختونو کي د اله آباد ختيځ په سيمه کي ځان په يو سياسي مشر بدل کړی دی. دغه ايکټر چي په زياته د خپلو کاميدي تمثيلونو له پاره ډېر مشهور دی، په تياتر کي يې هم زيات کار کړی دی.