1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان غواړي په تاجکستان کي پوځي روغتون پرانيزي

۱۳۹۰ آذر ۱, سه‌شنبه

هندوستان يو وار بيا پتېيلې ده، چي په تاجکستان کي يو پوځي روغتون پرانيزي. د «ټايمز اف هند» ورځپاڼه ليکي چي د روغتون له پاره ځای هم ټاکل سوی دئ، او پر دې هم خبري کيږي، چي هلته څرخي او جنگي جيټ الوتکي ځای پر ځای سي که نه.

https://p.dw.com/p/13EgZ
د هندوستان لومړی وزير من موهن سنگ
د هندوستان لومړی وزير من موهن سنگانځور: UNI

ورځپاڼه لیکي هندوستان په پام کي لري، چي دوباره په تاجکستان کي يو پوځي روغتون پرانيزي، چي د جوړيدو ځای يې د هغه هيواد مرکز دوشنبې ته څيرمه هم ورته ټاکل سوی دئ.

څو کاله وړاندي هندوستان په پام کي درلوده، چي په تاجکستان کي يو پوځي روغتون پرانيزي. خو د ۲۰۰۱ ميلادي کال وروسته چي افغانستان ته د ترهگرو د څپلو له پاره ناټو ځواکونه ننوتل، هندوستان ددغه ناکراره سيمي څخه ځان بيرته وپيچئ.

د ټايمز د معلوماتو له مخي، دواړي خوا پردې باندي هم خبري کوي، چي د هندوستان څرخي او جنگي جيټ الوتکي په تاجکستان کښي ځای پر ځای سي که څنگه.

که چيري دغي موافقې ته سره ورسيږي نو هندوستان به د روسيې جوړ څرخي او جيټ جنگي الوتکي په تاجکستان کي ځای پر ځای کړي.

د ورځپاڼي په خبره د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره اوس سيمه ييز هيوادونه او په ځانگړې توگه هندوستان غواړي چي د هغه هيواد سرحدونو ته نزدې خپل ستراتيژيک حضور وساتي.

افغانستان د تاجکستان سره شاوخوا ۱۴۰۰ کيلومتره اوږده پوله لري.

څو ورځي مخکي د روسيې ارکان حرب هم د افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو تر وتلو وروسته د يوې بلې جگړې د پيلېدو خبره کړې وه.

نيکولای مکاروف يه مسکو کي د خبريالانو سره د خبرو پرمهال ويلي وو،چي د مرکزي اسيا په هيوادونو کي کيدای سي، چي هر ډول جگړه پيل سي. « موږ بايد دې ته تيار اوسو»

د هغه په خبره دا کيدای سي يو سيمه ييزه جنجال وي. «خو هغه بيا کيدای سي په يوې ستري جگړې بدل سي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: مسعود جهش