1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلموت شمیت ۹۵ کلن شو

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۲, دوشنبه

هلموت شمیت چی له ۱۹۷۴ کال څخه تر ۱۹۸۲ کال پورې د آلمان د فدرالي جمهوریت صدراعظم وو د خپلې زیږیدو ۹۵ کالیزه ولمانځله. شمیت د سړې جګړې په کش او ګړپ او د افراطی کیڼ اړخو د ترهګري په وخت کې د آلمان رهبري کوله.

https://p.dw.com/p/1Aful
هلموت شمیت
هلموت شمیتانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان ولسشمر یواخیم ګاوک، د د هلموت شمیت د زیږیدو د ورځي په مناسبت په یوه پیغام کې له هغه څخه د دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د آلمان د پنځم مشر په توګه درناوی وکړ: «تاسې په دولتي دندو او بیا په خاصه توګه د صدراعظم په توګه سترې لاس ته راوړنې درلودلې.»

د آلمان د سوسیال دیموکراسي په تاریخ کې د دې هیواد د دوو شخصیتونو له نومونو سره نړیوال پیژندګلوي لري، هلموت شمیت او فقید ویلي برانت چې د دسمبر په ۱۸ یې سلمه کالیزه ولمانځله شوه.

دوی دواړه د آلمان صدراعظمان ول. که څه هم دوی دواړه د سوسیال دیموکرات د ګوند غړي او مشران تیر شوي دي او په څپل وخت کې بریالي سیاستوالان ګنل شوي دي خو یو بل سره دوه متفاوته شخصیتونه دي.

شمیت څه موده مخکې د یوې آلماني تلویزوني شبکې سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا یو سیاستوال په خپل کار کې د بریالیتوب له پاره لیوالتیا ته اړتیا لري، په لنډه توګه ځواب ورکړ: «هرمرو نه! خو سړی ارادې ته اړتیا لري او سګرټ ته.»

هلموت شمیت په بې ساري ټوګه سګریت څکوي. د آلمان په ټولنه کې له شمیت او برانت څخه دوه مختلفې انګیرنې وي. په داسې حال کې چې په سیاست کې شمیت ته درناوی کیده، برانت ډیرو د یوه «تبعیدي» او «کمونست پلوي» شخصیت په توګه کتل.

مهاجرت او د نازیانو عسکري

څرنګه چې برانت او شمیت دوه متفاوته سیاستوالان ول، همدارنګه دوی که له یو خوا د یو بل ملګر ول، خو په ډیرو موضوعاتو کې یې له یو بل سره مخالفت درلود. د دوی دواړو کړه وړه هم یو له بل څخه توپیر درلود. په داسې حال کې چې شمیت د سړې سینې سیاستوال ښکاریده، ویلي برانت بیا جذباتي انسان وو. شمیت به په وار وار سره ان په رسمي غونډو کې پر ویلي برانت تور لګاوه چې رهبري يي کمزورې ده.

د دغو مخالفتونو په پام کې نیولو سره آیا ویلې شو چې دغه دواړه سیاستوال سره دښمنان هم ول. آلماني ژورنالیست ګونتر هوفمن، چې د دغو دواړو سیاستوالانو په هکله يي کتاب هم لیکلې دی دا خبره ردوي. هغه وایي: «شمیت تل هڅه کوله چې له برانت سره ملګری شي. دا کار کولای شو په هغو لیکونو کې ووینو چې د کلونو په اوږدو کې د دوی تر منځ تبادله شوې دي. خو برانت د هغه د دوستې له پاره غزول شوې لاس نه دی منلی. شاید هم شمیت د هغه له پاره ډیر بیګانه وو.»

د برانت او شمیت په خپلو عمرونو کې یوازې پنځه کاله توپير موجود وو خو کله کله داسې معلومیده چې د دوی تر منځ د یوې نړۍ واټن موجود دی. برانت له پيل راهیسې د هیتلر مخالف وو او نازیانو هغه دې ته اړ کړ چې د ناروې په هیواد کې د تبعید ژوند تیر کړي. برعکس هلموت شمیت د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازیانو په پوځ کې د عسکر په توګه په ختیځه جبهه کې دنده ترسره کړې ده. خو په دې وروستیو وختونو کې يې د نازیانو په جبهه کې د عسکري د خدمت پر دندې د پښیمانۍ په ښودلو سره وویل چې د برانت په شان يي په هغه وخت کې د نظر پراختیا نه درلودله.