هغه ښځه او نارينه چې تر ډیره د گډ ژوند چانس لري
د ایلي نوی، پوهنتون څیړونکو۹ میاشتي د ۳۷۶ جوړو (ښځه او نارينه) گډ ژوند وڅیړه، څو دا معلومه کړي چې څرنگه جوړې کولای شي تر ډیره گډ ژوند ولري.
په دې څېړنه کې د مېړه او ماينې چلند د یو واحد په توگه په پام کې نیول شوی دی. همدارنگه په دغه څېړنه کې داسې جوړې په پام کې نیول شوې دي چې په پلان کې لري په راتلونکي کې واده وکړي.
یو له بله سره چلند له مخې کولا شو د یوې جوړې د یوځای پاتېدو د عمر اوږدوالی معلوم کړو. د ایلي نوی، پوهنتون څیړونکو په ۹ میاشتو کي د ۳۷۶ میړه او ښځې گډ ژوند وڅیړه، څو دا معلومه کړي چې څرنگه جوړی کولای شي تر ډیر وخته پورې گډ ژوند ولري.
د دغو ۹ میاشتنیو څیړنو هدف د میړه او ماينې په رابطو کې د هغو احساساتو تشخیصول ول چې له مخې یې په راتلونکي کې د دوی د گډ ژوند د احتمال زیاتیدو یا کمیدو سبب گرځي.
په امریکا کې د ایلینوی پوهنتون له خوا ترسره شوې دغي څیړنې په لومړي پړاو کې دغه ودونه په ۴ کټه گوریو وشلې دي. د څیړونکو دغه لومړۍ ډله چې ۳۴ سلنه د ودونو تشکیلوي، «ډراماتیک ودونه» نومولي دي. دغه جوړه په خپلو اړیکو کې ډیرې مثبتې او منفې لحظې تجربه کوي، چې دا د دې سبب گرځي چې د نورو ودونو په پرتله دوی د لنډ وخت له پاره سره یوځای پاتيږي.
دویمه ډله هغه ښځه او نارينه دي چې خپلو اړیکو ته «گډ او ځانکړی ځای» پيدا کوي. دغه میړه او ماينه چې په تحقیق کې د شاملو جوړو ۳۰ سلنه برخه ده تر ډیر وخت پورې یو له بل سره یوځای پاتېدای شي او خپل اکثره فعالیتونه په گډه کوي.
دریمه ډله هغه نارينه او ښځي دي چې په خپلو اړیکو کې په داومداره توگه له مودرنه ارتباطي وسایلو (تلیفون، انټرنټ، ټولنیزې شبکې، ایمیل...) خخه استفاده کوي. دا په څیړنه کې د شاملو کسانو ۱۹ سلنه برخه ده.
«اختلاف لرونکي» نارينه او ښځي چې په دې څیړنه کې ۱۲ سلنه یا تر ټولو کمه برخه ده، په څلورمه کټه گورۍ کې راځي. که څه هم دغه ډله د نورو په پرتله ډیر اخلاف لري، خو د دوی اړیکې د «ډراماتیکې جوړې» په پرتله ډیرې پياوړی وي.
د ۹ میاشتو په ترڅ کې د دغو څلورو گټه گوریو د چال چلند تر څیړنې وروسته معلومه شوه چې «ډراماتیکې جوړی» واده کولو ته ډیر لږ ليوالتيا درلوده. «اختلاف درلودونکي جوړی» نه یوازي دا چې له خپل دوست سره یې لېوالتيا کم شوې، بلکې د دوی د نظر اختلاف په هکله منفي تجربو د واده په هکله هم د دوی نظر بدل کړی دی.
په زړه پورې خبره خو دا ده چې د مودرنه ارتباطي وسایلو (تلیفون، انټرنټ، ټولنیزې شبکې...)څخه استفاده د واده کولو یا نه کولو په هکله د پریکړې په برخه کې کوم تاثیر نه درلود.
هغه جوړې چې په خپلو ارتباطاتو کې هم نظر ول د ښو او مثبتو ارتباطاتو درلودونکي او د دواده کولو له پاره یې د ټولو په پرتله لېوالتيا ډیره وه.
د یادونې وړ ده چې د عمر په یوه خاصه مرحله کې دغه اړیکي تر څیړنې لاندي نیول شوي دي. له دې کار څخه هدف دا وو چې معلومه کړي چې کومې جوړي تر ډیر وخته پورې یو له بل سره د یوځای پاتېدو ډیر چانس لري.
پام کوئ چې دغه څیړنه د ژوند ملگري پیدا کولو له پاره حل لاره او د یوې رابطي د دوامداره پاتېدو شرایط نه وړاندي کوي.
په دغه څیړنه کې تر واده وروسته پر داخلي اړیکو د بیلگې په توگه د ماشوم لرلو او ورځنیو ستونزو په شان عواملو اغیزې هم څیړل شوې دي. دا هغه عوامل دي چې کیدای شي د میړه او ماينې د جلا والي سبب وگرځي.
د خپل ژوند ملگري ته د ځانگړي مقام ورکول د دواړو خوا تر منځ د مثبتې رابطې سبب کیږي، چې حتی د اختلاف او روځنیو ستونزو په وخت کې هم دوی هڅه کوي چې له یوې مثبتې لارې دغو اختلافاتو ته د حل لاره ولټوي.
دغې څیړنې روښانه کړی ده چې د ماينې او میړه تر منځ اړیکي ډیرې پیچلې وي او تر اوسه پورې هغه عوامل نه دي مشخص شوې چې ولی د یوه میړه او ماينې تر منځ وروسته له کلونو کلونو یوځای والي څخه په ډیر لوړ عمر کې جدایې رامنځته کیدای شي.