هغه ودانۍ چې په آلمان کې يې جايزې وړې دي
برونو فيورېتي مارکېس سږ کال په آلمان کې د مهندسۍ اصلي جايزه وړې ده. د آلمان د مهندسۍ موزيم په خپله کالنۍ کې د ده طرحه او ۲۱ نورې طرحې ستايلې دي.
په دېساو کې د «استادانو نوي کورونه»
مهندس برونو فيورېتي مارکېس له برلين څخه په دېساو ښار کې «د استاذانو نوي کورونه» په نوم مجموعه طرح کړې ده. د آلمان د مهندسۍ د موزيم د ژوري پلاوی خوشحاله وو: نه يوازې دا چې طرح تاريخي مخ بېلګه لري، بلکې مارکېس د «باوهاوس» ميراث د اوسني ارزښت پوښتنه هم راپورته کړې ده.
د ځمکې لاندې سندرې
د ځمکې لاندې د کنسرت تالار؟ دغه مفکوره مهندس، پېټر هايمرل، ته ورولوېده. هغه خپله ودانۍ د بلايبخ ښار په مرکز کې ورغوله. د آلمان د مهندسۍ د موزيم د ژوري پلاوي دغه مفکوره «استثنايي» وبلله.
د ونو لاندې دالان
په برلين کې د امريکايي اکاډمۍ د «فېلوس» په نوم دالان د خلکو توجه ځان ته ورجلبوي. بارکو لايبلينګر دغه سپکه او شفافه ودانۍ پلان او جوړه کړې ده. له چاپېريال سره نژدې والی هم د ده قصد وو.
ماڼۍ نه بلکې د ماڼۍ بر عکس
مهندسانو براندلهوبر او ايمده شنايدر د پوتسدام ښار د ودانيو د کمپلکس دغې طرحې ته «د ماڼۍ بر عکس» نوم ورکړی دی. دغه ودانۍ د برلين په سويل لويديځ کې د ټوکرو د يوه زېرمتون د بڼې په بدلولو سره رامنځ ته شوه.
د ميانمار له پاره ښوونځی
په تازين ښار کې پرته دغه ليسه له ميانمار سره د مرستې يوه پروژه وه. هغه د ځايي توکو، لکه اوسپنې، لرګو، بامبو لرګو او خښتو څخه جوړه ده. د درسونو علاوه دغه ودانۍ د کليوالو د غونډې ځای هم دی. د آکرمن او راف په نوم د مهندسانو دفتر د دغې طرحې جوړونکی دی.
له خټو جوړ روغتون
مهندس فرانسيس کېرې په بورکينا فاسو هېواد کې داسې روغتون ودان کړی دی چې د خټو د مودولي واحدونو څخه جوړ دی. په فرانکفورت کې د آلمان د مهندسۍ موزيم دغسې طرحې نندارې ته ايښې دي. دغه نندارتون د ۲۰۱۶ کال د می مياشتې تر ۸مې نېټې پورې دوام کوي.