استرالیایي ورور او خور ولې د مالیاتو له ورکړې ډډه کوله؟
۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبههغو دوو استراليايي عیسويانو چې پر عاید د مالیاتو له ورکولو یې ډډه کوله اوس بايد ۲،۳ ميليونه استراليايي ډالره ماليات ورکړي. دوی د مالياتو له ورکولو څخه ډډه کوله او دا کار يې «د خدای د ارادي ضد کار» گڼی.
د استرالیا د تاسمانیا ټاپو عالي محکمې په پریکړه کې راغلي دي چي د عیسویانو مقدس کتاب انجیل، په مشخص ډول د دې دین پیروانو ته دا امر نه کوي چې مالیات دې نه ورکوي.
فني الیدا بیروپوت او د هغې ورور رمبیرتوس کورنلیس بیروپوت له ۲۰۱۱م کال راهیسې د عاید پر سر د مالیاتو له ورکولو ډډه کوله، ځکه هغوی باور درلود چې د مالیاتو وضع کول د مالکیت یو ډول دی چې په حواله یې دغه واک د استرالیا حکومت نه لري. هغوی د مالیاتو له درکه ۹۳۰ زره استرالیایي ډالر پوروړي ول.
دغو دواړو کسانو په محکمه کې پخپله دفاع کوله. د «اې بي سي» تلویزیون په حواله هغوی محکمې ته ویلي دي چې که څه هم یې تر۲۰۱۱م کال مخکې مالیات ورکول، خو وروسته له ديني اړخه هغوی په دې پوه شول چې د مالیاتو ورکول د خدای د خوښې پر ضد یو کار دی.
قاضي ویلي دي چې دغه دوه کسان «په رښتیا او صداقت» په دې باور دي او دغه کار له مالیاتو څخه د تیښتې په نیت نه کوي. خو هغه روښانه کړې ده چې په انجیل کې داسې کومه مشخصه برخه نشته چې د هغوی دغه ادعا ثابته کړي، ځکه نو باید مالیات ورکړي.
محکمې اوس فني الیدا بیروپوت او د هغې ورور رمبیرتوس کورنلیس بیروپوت ته امر کړی دی چې په ترتیب سره ۱،۱۵۹ میلیونه ډالر او ۱،۱۶۶ میلیونه ډالر پیسې ورکړي چې د مالیاتو پور، اداري لګښتونه، سود او نور پورونه یې ادا شي.
(لویزا ورایت)