هغه خوراکي توکي چې هیڅ وخت نه خرابیږي
ځیني خوراکي توکي داسې دي چې که په مناسبو شرایطو کې زیرمه شي، نو هیڅ وخت هم نه خبرابیږي. په دې انځوریز رپوټ کې دغه خوراکي توکي وړاندي شوي.
شات
شات که سم وساتل شي، نو هیڅکله هم نه خرابیږي. د قوطۍ سر باید کلک وتړل شي چې له بهر څخه کوم مواد ورته داخل نه شي، په ځانګړې توګه اوبه باید قوطۍ ته ور نه شي، ځکه د اوبو په ورتلو سره شات بیا ترشیږي. شات باید په سوړ او وچ ځای کې وساتل شي.
وريجي
وريجي هم په لنډه موده کې نه خرابیږي. وريجي که په وچ ځای کي وساتل شي او کافي هوا ورته ورسیږي نه خرابیږي.
بوره
بوره هم نه خرابیږي، ځکه باکتریا په خالص قند کې ژوندي نه شي پاتیدای. خو که له اوبو سره یوځای شي نو ژر خپل شکل بدلوي له همدې کبله باید بوره په داسې ځای کې وساتل شي چې وچ او پاک وي.
الکولي مشروبات
هغه الکولي مشروبات چې د الکولو سلنه پکې لوړه وي، هیڅ کله هم نه خرابیږي.
د ژړو انګور سرکه
هغه سرکه چې له ژړو انګورو څخه ترلاسه شوې وي، هیڅ وخت نه خرابیږي، خو د هغه بوتل سر چې سرکه په کې ساتل کیږي باید په سمه توګه وتړل شي. سرکه باید همداراز په تیاره او سوړ ځای کې وساتل شي.
د افرا شربت
دا یوازې خوندور شربت نه دی، بلکي ډیر وخت هم ساتل کیدای شي.
د جوارو نشایسته
دغه که په وچ او سوړ ځای کې وساتل شي، نو د جوارو نشایسته تر ډیر وخته پورې نه خرابیږي.
مالګه
مالګه هیڅ وخت نه خرابیږي او خپل خاصیت هم له لاسه نه ورکوي. په مالکه کې اوبه شتون نه لري او پکې باکتریا ژوند نه شي کولای.
کانسر شوي مواد
د کانسر شويو موادو د فاسدیدو تاریخ ډیر اوږ وي. د وخت په تیریدو سره د کنسر شویو خوراکي توکو رنګ او مزه بدلیدای شي، خو دا مواد د خوړلو وړ وي. خو که د کنسر شویو موادو قوطۍ خپل شکل بدل کړی وي، نو باید د هغه مواد و نه خوړل شي، ځکه دا په دې معنی ده چې باکتریا ور ننوتي دي.