1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانیا ۲۹۴ افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي انتقال کړل

۱۴۰۱ مرداد ۲۰, پنجشنبه

هسپانوي چارواکو ویلي چې د دې هیواد له لوري په چمتو شوې یوه الوتکه کې له پاکستان څخه ۲۹۴ افغانان او د دوی د کورنۍ غړي دغه هیواد ته انتقال شوي دي. له تیر کال راهیسې هسپانیا ته په مجموعي ډول ۳۹۰۰ تنه افغانان انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/4FQJb
Afghanistan Erster ziviler Evakuierungsflug seit US-Abzug aus Kabul gestartet
انځور: Wakil Kohsar/AFP

هسپانوي چارواکو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اګست۱۱) وویل چې د حکومت له لوري په چمتو شوې یوه ځانګړې الوتکه کې له پاکستانه ۲۹۴ تنه افغانان او د دوی د کورنۍ غړي دغه هیواد ته انتقال شوي دي. په مادرید کې چارواکو ویلي دي چې په دې توګه هسپانیا ته د دې هیواد د محلي همکارانو او د دوی د کورنۍ د غړو مجموعي شمیر ۳۹۰۰ تنو ته رسیدلی دی. 
د هسپانیا د حکومت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه ډله افغانان او د دوی د کورنۍ غړي د چهارشنبې په ماښام مادرید ته څیرمه یوه هوايي ډګر ته رسیدلي دي او هلته يې حکومتي چارواکو هرکلی کړی دی. د اعلامیې له مخې، په دغو چارواکو کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوزه الباریس هم شامل وو. 
په خپره شوې اعلامیه کې د الباریس له خولې ویل شوي: «دا پرواز زموږ د هغې ژمنې ثبوت دی چې هیڅوک [خپل محلي همکاران] به یوازې نه پرېنښودل شي.» د معلوماتو له مخې هسپانیا ته د رسیدلو افغانانو په ډله کې په افغانستان کې د میشتو هسپانوي ځواکونو او د هسپانیا د حکومت محلي همکاران شامل دي. په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې هسپانیا په تیر یوه کال کې د تخلیې پنځه عملیاتونه ترسره کړي دي. 
په ورته وخت کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوزه الباریس د پنجشنبې په ورځ د هسپانیا ملي تلویزیون ته وویل چې حکومت به هڅه وکړي چې د هسپانیا د پوځ او حکومت پخواني افغان همکاران او د دوی د کورنۍ غړي هسپانیا ته انتقال شي خو د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې د دوی شمیر روښانه نه کړ.